د لاس رسي وړ اتصالات

د ډانلډ ټرمپ د څرګندونو په اړه د خلکو بیلا بیل نظرونه


د ټرمپ په څرګندونو جمهوري غوښتونکي هم خوښ ندي

د ټرمپ په څرګندونو جمهوري غوښتونکي هم خوښ ندي

د امریکا د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو دپاره د جمهوري غوښتونکو دگوند کاندید ډانلډ ټرمپ وایي " ترڅو چې د امریکا مشرانو په شریکه د مسلمانانو د ستونزې یوه چاره نه وي کړي تر هغې یو مسلمان هم باید امریکا ته داخلیدو ته پرې نښودل شي.

ټرمپ ویلي دي چې د خلکو د نظر پوښتنو نه معلومه شوې چې "زیاتره مسلمانان د امریکایانو نه کرکه لري. "

د ډانلډ د خولې نه د مسلمانانو په اړه دا ډول څرګندونې کومه نوې خبر نده.هغه د دولت نه غوښتي دي چې " د جوماتونو نظارت دې وکړي."

دا ېې هم ویلي دي چې "باید د مسلمانانو دپاره یو بل سیسټیم هم جوړ شي چې یوازې د دوي نومونه په کې ثبت وي."

خو په امریکا کې د مسلمانانو او امریکایانو داړیکو د شورا مشر نهاد عواد ویلي دي چې " د ټرمپ خبرې ډېرې خطرناکې دي او دې سره دلته د امریکايي مسلمانانو ژوند ته خطر پیښیدای شي."

د ډانلډ ټرمپ د دغو څرګندونو نه وړاندې د امریکا جمهوررئیس براک اوباما په ولس غږ کړی و چې"په نړۍ کې د تروریستي پیښو په غبرگون کې باید د مسلمانانو په اړه فکر بدل نه شي."

د ښاغلي ټرمپ دې خبرو سره د هغه د خپل ګوند سیالو کاندیدانو هم مخالفت ښودلی دی.

په همدې حال کې ننګ اتل چې په امریکا کې یې لوړې زده کړې کړي او اوس بیرته افغانستان ته ستون شوی د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید ډانلډ ټرمپ د څرګندونو په اړه وایي" دا خبرې یوازې د انتخاباتو پر مهال کیږي. د امریکا ولس داسې سیاست نه غواړي. هغه تل داسې جنجالي خبرې کوي. "

ښاغلي اتل همدارنګه وویل " دغه شان څرګندونې په امریکا کې په افغان محصلینو او مسلمانانو اغیز کوي." اتل زیاته کړه " په افغانستان کې هم د انتخاباتو پر وخت ځینو کاندیدانو خبرې کړې وې چې بیا عملي نشوې او د ډانلډ ټرمپ دا خبرې به هم عملي نشي. "

په عین حال کې د پارلیمان غړی کمال ناصر اصولي وایي " هغه هیواد چې ځان په نړۍ کې د دیموکراسۍ بنسټ ایښودونکی ګڼي، داسې یوه شخص ته اجازه ورنکړي چې رهبري یې وکړي."

ښاغلي اصولي زیاته کړه چې " د امریکا ولس به هم داسې یوه شخص ته رایه ورنکړي"

XS
SM
MD
LG