د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقونو ډلو د حجاب په اړوند د اروپایي محکمې پریکړه وغندله


په لوکزامبورگ کې د اروپا د عالي محطمې قاضیان وایي د دوو مسلمانو میرمنو د دعوا لغوه کول د مذهبي تبعیض پر ضد د اروپایي ټولنې قوانین ماتوي
په لوکزامبورگ کې د اروپا د عالي محطمې قاضیان وایي د دوو مسلمانو میرمنو د دعوا لغوه کول د مذهبي تبعیض پر ضد د اروپایي ټولنې قوانین ماتوي

د اروپا عالي محکمې پریکړه وکړه چې د کمپنیو مالکان کیدای شي د کار په ځای کې د مسلمانو ښځو د ټکري په سر کولو او نورو څرگندو مذهبي سمبولونو مخنیوی وکړي.

د محکمې په دې پریکړې د بشري حقونو ډلو انتقادونه کړي او مسلمان او یهودي فعالین یې په غوسه کړي دي.

دا لومړی ځل دی چې د اروپا عالي محکمه (ECJ) د اروپا د یوې جدي سیاسي مسلې په هکله پریکړه کوي. دې محکمې ویلي، د بلجیم د یوې کمپنۍ تصمیم چې خپله کارکوونکې یې د حجاب او د څرگندو سیاسي سمبولونو له اغوستلو نه منع کړې، ښایي توپیري عمل نه وي.

په بلجیم او فرانسه کې دوه میرمنې هغه وخت له کار وایستل شوې چې د ټکري د نه پر سر کولو پریکړه یې ونه منله. ددغو دوو پیښو په هکله د اروپا د عالي محکمې پریکړه د هالند د انتخاباتو په درشل کې کیږي چې د مسلمانانو د مهاجرت مسله یې عمده موضوع ده.

دغه پریکړه همداشان د فرانسې د ښي اړخه سخت دریځ گوند مشرې مارین له پن ته چې د فرانسې جمهوري ریاست ته کاندیده ده یو بری گڼل کیږي چې د مهاجرینو سخته مخالفه ده.

د بشري حقونو ډلې دا پریکړه غندي

خو د بشري حقونو یوه ډله چې ددغو میرمنو ملاتړ کوي وایي د محکمې دغه پریکړه کیدای شي د کار له محل څخه د زیات شمیر مسلمانو ښځو د ایستلو سبب شي. همداشان د اروپا یهودي مذهبي مشرانو ویلي چې د اروپا د عالي محکمې پریکړه توپیري جرمونو ته لمن وهي او دا پیغام لیږدوي چې "نور د مذهبي ټولنو هرکلی نه کیږي".

د لوکزامبورگ قاضیانو دا موندلې چې ددغو دوو مسلمانو میرمنو د دوسیو لغوه کول کیدای شي د ملي محاکمو له نظره سمې وي، خو د مذهبي تبعیض پر ضد د اروپایي ټولنې قوانین ماتوي.

په ځانگړې توگه د یوې فرانسوۍ مسلمانې میرمنې د دوسیې په هکله چې د کمپیوتر متخصصه ده او د یو پیرودنکي له شکایت وروسته له کاره ایستل شوې، قاضیانو ویلي چې کیدای شي دا کار توپیري چلند اوسي.

د اروپا د عالي محکمې د سه شنبې د ورځې پریکړه د شخصي سوداگریو پورې مربوطه ده، خو د اوږدې مودې راهیسې یوه موجوده پوښتنه هم واضح کوي چې آیا پر مذهبي سمبولونو باندې د ځنې هیوادونو له خوا په قسمي بندیزونو کې د کار محلونه هم شاملیدای شي او که نه.

تیر کال د اروپا د عالي محکمې یو مقام ویلي وو چې باید شرکتونو ته په هغه صورت کې حق ورکړل شي چې خپل کارکوونکي د کار په محل کې د ټکري له پر سر کولو منع کړي چې د هر بل دین او مذهب د مذهبي نښو نښانو اغوستل هم بند اوسي.

XS
SM
MD
LG