د لاس رسي وړ اتصالات

د جج به تنظیم کې ډرون او نورې پرمختللې تکنالوژۍ


په مسجدالحرام کې پراختیایي پروژو او په سیمې کې د نا امنیو له کبله سږکال د حاجیانو شمیر کم وو.
په مسجدالحرام کې پراختیایي پروژو او په سیمې کې د نا امنیو له کبله سږکال د حاجیانو شمیر کم وو.

سعودي عربستان سږ کال د حج د مراسمو د تنظمیولو لپاره په زرگونو امنیتي ځواکونه، ملکي مامورین او دواطلبان گمارلي او همدا شان د ډرون او الکترونیک دستبندونو په گډون د عصري تکنالوژۍ نه استفاده کوي چې دغه مراسم په امنه توگه ترسره شي.

تیر کال سعودي عربستان ویلي وو چې ٨٠٠ حاجیان هغه وخت مړه شول چې د حاجیانو دوه سترې ډلې په یو وخت کې مینا ته راورسیدلې چې غوښتل یې د شیطان ویشتلو مراسمو لپاره منا ته لاړ شي.

خو د هغو جسدونو د شمېرې له مخې چې خپلو هیوادونو ته استول شوي په دې پیښه کې ٢٠٠٠ حاجیان مړه شوي وو چې ۴٠٠ یې د ایران اوسیدونکي وو.

د سعودي چاروکو ویلي چې د نړۍ له بیلابیلو هیوادونو څخه شاوخوا ۱.۸۶ ملیونه مسلمانان د حج د مراسمو د ادا کولو لپاره د اسلام تر ټولو مقدس ښار، یعنی مکې ته راغلي وو. دا په داسې حال کې ده چې تیر کال ۳ ملیونه مسلمانان دغو مراسمو ته تللي وو. د سعودي چارواکي وايي چې په مسجدالحرام کې پراختیایي پروژو او د سیمې په ځینو هیوادونو کې د نا امنیو له کبله سږکال کم شمیر حاجیانو په دغو مراسمو کې ګډون کړی.

حاجیان د شیطان د ویشتلو لپاره منا ته د تګ په حال کې
حاجیان د شیطان د ویشتلو لپاره منا ته د تګ په حال کې

په تیرو کلونو کې د شیطان د ویشتلو لپاره منا ته تګ او له هغه ځایه بیرته مسجدالحرام ته د راتګ په وخت کې زیاتې ګڼې ګوڼې د حج په مراسمو کې خڼډ رامنځته کاوه. په دې اړه د عبدالرحمان بدر په نامه یو مصري حاجي د رویترز خبري آژانست ته وویل: "سږ کال هرڅه ښه تنظیم شوي وو او زه ډیر خوشحاله یم چې د حج مراسم مې تر سره کړل". خو د محمد په نامه یو ۶۰ کلن حاجی ویل چې، "یو څه نور هم باید کار شوی وی، په ځانګړې توګه ډیر عمر لرونکو حاجیانو ته د اسانتیاو د برابرولو په برخه کې".

تیرکال د حج په مراسمو کې د حاجیانو د وژل کیدو له کبله د ایران اسلامی جمهوریت مشرانو د سعودي عربستان پر چارواکو تور لږولی چې دغه مراسم په سمه توګه نشي تنظیمولی او له همدې کبله ایرانیانو سږ کال د حج په مراسمو کې ګډون نه و کړی.

XS
SM
MD
LG