د لاس رسي وړ اتصالات

په نویو تذکرو کې د افغان کلیمې د نه شتون له امله مظاهرې


د ننگرهار پوهنتون د محصلینو مظاهرې
د ننگرهار پوهنتون د محصلینو مظاهرې

د ننګرهار پوهنتون نژدې زرو تنو محصلینو د افغانستان په نویو تذکرو کې د افغان کلیمي د نه لیکلو په غبرګون کې لاریون وکړ او ویې ویل که په برېښنايي تذکرو کې د افغان کلیمه ورزیاته نه شي لا نورې مظاهرې به هم وکړي.

دغو محصلینو د ننگرهار پوهنتون ټول پوهنځي تړلي وو او د یوه ساعت لپاره یې د کابل جلال آباد لویه لاره هم بنده کړې وه.

لاریون کوونکو شعار ورکاوه چې د افغان کلیمې نه غیر یې پېژند پاڼې په کار ندي.

یو محصل چې عزت الله نومیږي وایي " مونږ ټول محصلین او ټول هېوادوال دغه تذکرې نه شو منلی او که پکې د افغان کلیمه زیاته نه شي نو محصلین پوهنتون ته هم نه ځي. افغان دولت باید دا کار وکړي، چې د افغان او اسلام کلیمه پکې ځای شي."

لاریون کونکو په ولسمشر اشرف غني دمرګ شعارونه ورکړه او دهغه دولت یې له فساده ډک وګڼه.

دوی له افغان ولسمشر نه په تذکرو کې د اسلام او افغان د کلیمو د ورزیاتولو غوښتنه وکړه.

محصلینو ګواش وکړ، چې که غوښتنې یې ونه منل شي خپل ټولګې به وتړي.

دا ډول احساسات هغه مهال راوپارېدل، چې ولسمشر محمد اشرف غني د نفوسو د احوال قانون توشیح کړ چې په نتیجه کې یې د هیواد د نویو عصري تذکرو ورکولو ته زمینه برابره شوه.

د بریښنایي تذکرو ویش

د بریښنايي تذکرو د څانګې عملیاتي رئیس نصیر احمد امین څو ورځې وړاندې د امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي وو چې په یو لیک کې یې د جمهوري ریاست څخه غوښتي چې د بریښنايي تذکرو د ویشلو نیټه معلومه کړي.

د ښاغلي امین پر وینا د بریښنايي تذکرو د ویش لړۍ به د کابل له ښار څخه پیل شي او د یوه کال په موده کې به د دې ولایت ټولو اوسیدونکو ته بریښنايي تذکرې ورکړل شي.

هغه زیاته کړه چې له کابل څخه وروسته به د بریښنايي تذکرو د ویشلو چارې د ټاکل شویو زونونو پر بنسټ په ولایتونو کې هم پیل شي.

د بریښنايي تذکرو د څانګې رئیس وویل د دغو تذکرو د ویشلو لپاره څلور پړاونه په پام کې نیول شوي دي چې پيل کې له کابل میشتو څخه معلومات ترلاسه کوي، په دویم پړاو کې د هغوي هویت تثبیتوي، په دریم پړاو کې راټولو شوي معلومات ډیټابیس کې ثبتوي او په وروستي پړاو کې بریښنايي تذکرې چاپوي چې د دغو چارو ترسره کول زیات وخت ته اړتیا لري.

ښاغلي امین زیاته کړه چې د بریښنايي تذکرو د ویشولو چاره به له ۵ کلونو څخه نیولې تر ۷ کلونو پورې په ټول افغانستان کې بشپړه شي.

د ښاغلي امین پر وینا کله چې یو کس بریښنايي تذکره اخلي د هغه د سترګو عکس او د ګوتو نښې په سیسټم کې ثبت کیږي چې د تذکرې د اخیستلو په برخه کې د هر ډول درغلۍ د مخنیوي لپاره ګټوره ده او هیڅ څوک نشي کولی چې په دې برخه کې سرغړونه وکړي.

ښاغلي امین وویل چې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه کارکونکي یې په کابل کې پر دندو ګمارلي چې په دغه ولایت کې د تذکرو د ویش چارې ترسره کړي او وروسته به په ولایتونو کې هم د تذکرو د ویش دفترونه پرانیزي.

XS
SM
MD
LG