د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې د ایران پر ضد مظاهرې


په ننګرهار کې د ایران پر ضد مظاهرې

په ننګرهار کې د ایران پر ضد مظاهرې

دننګرهار ولايت په سلګونواوسېدونکيوديوې مظاهرې په ترڅ کې دايران له خوا دسياسي بنديانواعدامول وغندل .

دغه مظاهره کوونکي چې شمېريې سلګونوته ر سېده زياتره په کې ښځې اوماشومان وو.دوي دښارپه واټونوکې دګاونډيوهېوادنوپه تېره دايران پروړاندې دمرده بادشعارونه ورکول اوددغه هېوادله خوايې ددسياسي بنديانواعدامولوغندنه کوله .

دوي پرافغان دولت اونړۍ والې ټولنې غږ وکړ چې پرايران دې فشارراوړي چې له دغه عمله لاس واخلي اوافغانان نور دسياسي بنديانوپه نوم ونه وژني .دوي ويل په دې تېرووختونوکې زيات شمېرافغانان دسياسي بنديانوپه نوم په زندانونوکې دايران له خواووژل شول خوافغان دولت په دې برخه کې هېڅ عکس العمل ونه ښود .

دغومظاهره کوونکيوپرايران غږوکړچې په نړۍ کې دسياسي بنديانودازادۍ جنورۍ ٢٩ته په درناوۍ دې له خپلوزندانونوڅخه ژرترژره سياسي بنديان خوشې کړي .دوي ايران په نړۍ کې ديوفاشېست هېوادپه توګه ياداوه اوويل دغه هېوادپه افغانستان کې ديوفاسداوضعيف حکومت له برلاسۍ ناوړه ګټه اخلي .

دوي داهم ويل دوي په خپل هېوادکې بهرنيان اودهغوي لاس وهنې نه شي زغملى .دغه مظاهرکوونکي پرداسې مهال دايران دولت پرړاندې په مظاهره لاس پورې کوي چې په دې وروستيوکې ايران دولت افغانستان ته ددغه هېواد پرخاوره دتېلوپرلېږدوونکيوموټروهم بنديز لګولى وچې ولسي خلکوددغه هېوادددغه عمل پرواړاندې پرمظاهرو لاس پورې کړ .درسېدلورېپورټونوپربنسټ دامهال زيات شمېرافغانان په دغه هېوادکې له سختوشکنجواوتاوتريخوالي سره مخ دي .

XS
SM
MD
LG