د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار: مافیايي کړۍ خلک د ځنګلونو وهلو ته هڅوي


ننګرهار: مافیايي کړۍ خلک د ځنګلونو وهلو ته هڅوي
ننګرهار: مافیايي کړۍ خلک د ځنګلونو وهلو ته هڅوي

د ننګرهار ولايت د چاپيريال ساتنې ادارې د چاپيريال ساتنې د نړيوالې ورځې په لمانځغونډه کې د دولت په لوړو مقاماتو غږ وکړ چې په سيمه کې پټې مافيايي کړۍ ولسي خلک د طبعي ځنګلونو پرې کولو او لمنځه وړلو ته هڅوي.

ددغې ادارې مشر انجينر شامحمود مومند په وينا دغه پټې مافيايي کړۍ د ولسي خلکو د بې وزلۍ او غربته ناوړه ګټه اخلي ده که څه هم دغه مافيايي کړۍ جوتې نه کړې خو دا يې وويل چې د دغو کړيو تر شا لوى لاسونه دي چې په وينا يې په ختيز ولايتونو کې یې په سلو کې پنځوس ځنګلونه لمنځه وړي دي.

شاه محمود مومند دا هم وويل چې د ځنګلونو په لمنځه تګ سره د سيمي چاپيريال ککړ شوى دى ده وويل: پر يو شمېر کرنيزو ځمکو استوګنځايونه جوړ شوي او پر صنعتي پارکونو ويش ګډ شوى چې دده پر وينا دغه کار د سيمې چاپيريال له ګواښ سره مخامخ کړى.

دى وايي تر دا مهاله د جلال آباد ښار خوا او شا ته لږ تر لږه ٢٠٠٠ هکتاره کرنيزه ځمکه پر صنعتي پارکونو او استوګنځايونو اوښتې ده د سيمې خلک ورځ په ورځ د چاپيريال د ککړتيا شکايت کوي او اوسمهال د چاپيريال د ککړتيا لوى لامل ښار ته څېرمه د خښتو بټيو او د برېښنا د تولېدولو ډيزلي جنراتورونه بولي د چاپيريال ساتنې ادارې مشر انجينر مومند د سيمې د خلکو دغه اندېښنه پر ځاى بولي او وايي چې دا مهال په جلال آباد کې تر زرو پورې ډيزلي جنراتورونه فعاليت کوي چې د ښار هوايې خړه پړه کړې او همدارنګه د ښاره په وتولو ساحو کې په لسګونو د خښتو پښولو بټۍ په فعاليت بوښتې دي چې پدغه بټيو کې داسې مواد سوزلو کيږي چې چاپيريال يې ککړ کړى دى.

د ننګرهار ولايت ډاکټران هم د چاپيريال ککړتيا د بېلابېلو ناروغيو عامل بولي .د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون ډاکټر محمد ايوب شينوارى وايي چې پر زراعتي ځمکو د ودانيو جوړلو جنراتورنو او له ښاره په وتو ساحو کې خښتو پخولو بټيو ډول ډول ناروغۍ رامنځته کړي دي.

ده اندېښنه وښوده که چېرته د چاپيريال د ککړتيا مخنيوى ونشي او دغه ستونزې خل ونه مومي نو بويه چې ښاريان به له ډول ډول نورو ناروغيو سره مخ شي که څه هم د افغانستان جمهور رئس د يوځآنګړي فرمان له مخې د چاپيريال د ککړتيا د مخنيوي لپاره په اړونده ادارو غږ کړى او د سيمې خلک يې هم چاپيريال پاکۍ ته هڅولي خو دغه ستونزه لا تر اوسه هم زړه په زړه پرته ده او ورځ په ورځ چاپيريال ککړيږي.

XS
SM
MD
LG