د لاس رسي وړ اتصالات

لوی درستیز داعش ضد جګړې ته ننګرهار ته تللی


د اففانستان د پوځ لوی درستیز ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال وویل په آچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې خلاف بیا ځلې ځمکني پوځي عملیات پیلوي او هم به په ننګرهار کې شخصي ملیشې بی وسلې کړي.

دافغانستان د اردو لوی درستیز سترجنرال قدم شاه شهیم د شنبې (جنورۍ ۲) په ورځ د ننګرهار ولایت، آچین ولسوالۍ ته لاړ او له سیمه ییزو چارواکو او قومي مشرانو سره یي پرامنیتي ستونزو خبرې وکړې.

لوی درستیز جنرال شهیم ژمنه وکړه چې د آچین په ولسوالۍ کې به د داعش د وسله والو پلویانو خلاف بیا ځلې ځمکني پوځي عملیات پیلوي. جنرال شهیم وویل: "زمونږ ځمکنۍ قواوې، هم ددې پلان لري، چې وروسته د هوايي ځواکونو د بریدونو پسې پلې قواوې هم عملیات پیل کړي تر څو سیمه پاکه او ولسي خلک په خوښۍ سره خپل ژوند ته دوام ورکړي".

جنرال شهیم وویل که څه هم په آچین سیمه کې یې د داعش پلوې ډله کمزورې کړې، خو دلمنځه وړنې لپاره یې پوره چمتوالی نیولی.

جنرال شهیم په آچین ولسوالۍ کې د پاڅون په نوم دشخصي ملیشو شتون د اندېښنې وړ وګڼو او وی ویل ژر به تری وسلې راټولې کړي. هغه وویل: " زما دراتګ څخه یوه بنسټیزه موخه دا وه چې دغسې خود سره کسان وپیژنم ، لومړی ورته ووایم، چې حکومتي اډانې ته راشي او کنه بیا یې د قانون منګولو ته وسپارم".

د افغان پوځ لوي درستیز دا څرګندونې په داسی حال کې وکړې چې په آچین کې لاهم د ظاهر قدیر پلوي وسله وال له داعش پلوه وسله والو مخالفینو سره د جګړې لپاره سنګرنیولی او له داعش سره روانه جګړه یي ان د یو بل نه د سرونو تر پرېکولو رسیدلي دي.

خو د آچین ځايي اوسیدونکي وايي د تیر په څیرعملیات یې نه دي پکار. د آچین اوسیدونکي او قومي مشر ملک کمین اشنا تلویزیون ته وویل په تیرځل عملیاتو کې حکومتي ځواکونو یواځې خپل سنګرونه ساتل.

په آچین ولسوالۍ کې افغان پوځیانو د داعش ډلې خلاف نژدې درې میاشتې عملیات وکړل، خو یو بل ته له مرګ ژوبلې یې بله لاسته راوړنه نه لرله. پخوانۍ سیمې لاهم له حکومتي ولکې وتلې پاتې دي او ولسي وګړي خپل ژوند له ګڼو کړاونو سره تیروي.

XS
SM
MD
LG