د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې د وسله والو یاغي ډلو ترمنځ جگړې


د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند وایي د وسله والو ډلو ترمنځ تازه جگړه د سی شنبې په ورځ په بټي کوټ کې وشوه.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند وایي د وسله والو ډلو ترمنځ تازه جگړه د سی شنبې په ورځ په بټي کوټ کې وشوه.

د ډېورنډ کرښې ته څېرمه د ننگرهار ولایت په یو شمیر سیمو کې وسله وال طالبان او هغه ډله چې ځانته داعش وايي، سره په وقفه یي توگه په تودو جګړو بوخت دي.

سیمه ییز چارواکي وايي دا دریمه اونۍ په پوره کیدو ده، چې دغه دواړه وسله والې ډلې د ننګرهار د شینوارو او خوګیاڼو په سیمو کې سره په جګړو بوختې دي او د دواړو خواو څخه ګڼ کسان په کې وژل شوي دي.

د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند ډګروال محمد نعمان هاتفي امریکا غږ ته وویل، چې جګړه د نازیانو، اچین، دور بابا، بټي کوټ او خوګیاڼو ولسوالیو کې پیل شوې، چې تر اوسه پکې د دواړو غاړو نه ګڼ وسله وال وژل شوي دي.

ښاغلی هاتفي وايي د دوی ترمنځ تازه جګړه د سې شنبې په سهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې وشوه "نن په بټي کوټ کې طالبان او داعش سره نښتي وو، چې مرګ ژوبله هم پکې اوښتې ده."

که څه هم په لومړي سر کې د شینوارو د زون په څلورو ولسوالیو کې جګړه روانه وه، خو د چارواکو په باور دا جگړه اوس د خوګیاڼو زون ته هم غځېدلې ده.

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیاء عبد الزی وايي "په اول وخت کې یوه ډله حاکمه وه او اوس بله ډله حاکمه شوې ده، په اچین کې یوه ډله په دې توانېدلې ده، چې بله ډله له سیمې وباسي، او یو بل ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې ده."

د سيمي اوسېدونکي بیا وايي، چې په اکثرو کلیو او بانډو کې د طالبانو د امارت پر ځای د داعش تور بېرغونه پورته شوي دي. دوی داسې ګڼي چې سیمه د داعش ډلې لاندې کړې او طالبان یې یو څه ځپلي دي.

که څه هم تر اوسه وسله والو طالبانو ددغه جګړو په اړه تبصره نه ده کړې خو د ابو مسلم خراساني په نوم یو کس، چې ځان د داعش ډلې ویاند بولې ځینو رسنیو ته ویلي، چې له وسله والو طالبانو سره سختې جګړې دوام لري.

د ننګرهار ولایتي شورا بیا دغه ډول جګړې د دولت په ضعف پورې تړلې ګڼي او وايي که دولت په سیمه کې برلاسي وای نو مخالفې ډلې به دومره نه وې قوي شوې.

د افغانستان په یو شمېر نورو سیمو کې هم د طالبانو او نورو وسله والو ډلو ترمنځ چې داعش ته منسوب گڼل شوي جگړې شوي دي، خو په مشخصه ډول په افغانستان کې په پراخه توگه د داعش یا د اسلامي دولت د ډلې موجودیت نه دی تائید شوی.

کارپوهان وایي یو شمیر سخت دریځه وسله وال ښایي د بهرنیو سخت دریځو ډلو او کړیو سره تماس ولري او د هغوی په ملاتړ به هڅه کوي چې د افغانستان د حکومتي واکمنۍ له تشې نه په استفادې، خپل شخصي اهداف او مرامونه پلي کړي.

XS
SM
MD
LG