د لاس رسي وړ اتصالات

د نارنج گل میله ٥١ کلنه شوه


د ننگرهار ولایت چاپیریال د نارنج د بوټو د ودې لپاره مساعد دی.
د ننگرهار ولایت چاپیریال د نارنج د بوټو د ودې لپاره مساعد دی.

د ننگرهار په زرگونو اوسیدونکو په شیرزي لوبغالي کې په موسیقۍ او مشاعرې د نارنج د گل هر کلی وکړ.

دا ٥١ کال دی چې په ننگرهار کې د نارنج گل دودیزه میله او مشاعره کیږي.

د نارنج گل سږنۍ میلې او مشاعرې ته د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو تر څنگ د خیبر پښتونخوا شاعران لیکوالان او مینه وال هم راغلي وو.

نن د جمعې د ورځې په سهار میله پیل شوه چې په کې د ساز او سندرو تر څنگ ځوانانو اتڼونه هم وکړل.

په جلال آباد کې د نارنج د گل د مشهورې میلې او مشاعرې یوه څنډه
په جلال آباد کې د نارنج د گل د مشهورې میلې او مشاعرې یوه څنډه

له غرمې وروسته د سلګونو ګډونوالو او ننگرهار ته د راغلیو میلمنو په شتون سره د نارنج گل مشهور مشاعره هم وشوه.

د امریکا غږ خبرایل ذبیح الله غازي وایي چې سږ کال مشاعره تر ډېره نه وه سانسور شوی او شاعرانو په کې په آزاده توگه د خپل زړه درد بیان کړ.

ویدیو: ذبیح الله غازي او رحیم گل څاروان

اډیتور: هوشنگ فهیم

د نارنج گل میله ٥١ کلنه شوه
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:41 0:00

XS
SM
MD
LG