د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني وایي د داعش پر ضد به قوي اقدام وکړي


د کوټ د ولسوالۍ اوسېدونکي وايي له عملیاتو خوشاله دي، خو که حکومتي سرتیري ووځي نو د ځايي خلکو وژنه به لاپسې زیاته شي.
د کوټ د ولسوالۍ اوسېدونکي وايي له عملیاتو خوشاله دي، خو که حکومتي سرتیري ووځي نو د ځايي خلکو وژنه به لاپسې زیاته شي.

ننګرهار هغه ولایت بلل کیږي چې تر د هېواد د نورو برخو په پرتله د داعش ډله په کې ډېره فعاله بلل کیږي.

ولسمشر محمد اشرف غني په دې ولایت کې د داعش پر وړاندې د سملاسي اقداماتو یادونه کړې او ډاډ یې ورکړی چې دا عملیات ژر تر ژره پیل شي.

ولسمشر غني د آزادۍ رادیو او شمشاد تلویزیون سره په خبرو کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ولی د داعش د گواښ په اړه د ننگرهار د اوسیدونکو آواز پورته نه شو، وویل" آواز پورته شو او تاسې د اقدام شاهد هم واوسئ. زه خبرې نه کوم او غواړم چې اقدام وکړم."

له دمخه د افغانستان د مشرانو جرگې رئیس فضل هادي مسلمیار هم په ننگرهار کې د داعش د ډلې د موجودیت او نفوذ په اړه خبر ورکړی و.

د دفاع وزیر ننګرهار ته تللی

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر معصوم ستانکزي د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ ته ولاړ چې سیمه ییزو خلکو ته د داعش پر ضد د خپلو اقداماتو او دغې ډلې د ځپلو په اړه ډاډ ورکړي.

ښاغلي ستانکزي د قومي مشرانو یوې غونډې ته وویل "مونږ باید خپله تګ لاره بدله کړو او هم خپل اقدامات. کارونه باید نیمګړي پرې نه ږدو." هغه وایي ځواکونه باید د ولس سره یو ځای ودرېږي او له ولس نه یې هم وغوښتل چې د افغان ځواکونه ملاتړ وکړي.

ښاغلي ستانکزي وویل چې په نویو اقداماتو کې دا هم راځي چې له خپلو مخالفانو څخه به نیول شوې سیمې به بېرته نه پرېږدي.

ښاغلی ستانکزی په افغانستان کې د جهاد په نوم پیل شوې جګړې د پردیو استخباراتي پروژې ګڼي او وايي د خپلو مخالفو وسله والو د ځپلو لپاره یې کلکه اراده کړې ده.

د ننگرهار په کوټ ولسوالۍ کې د داعش پر وړاندې دا عملیات په داسې حال کې پیل شوي دي چې

په کوټ ولسوالۍ کې د د دفاع د سرپرست وزیر سره په خبرو کې قومي مشرانو د هغو ۲۱ ولسي وگړو نومونه په ډاگه کړل چې په دغې ولسوالۍ کې ترې د داعش وسله والې ډلې سرونه پرې کړي وو.

یو قومي مشر او دیني عالم مولوي عبد العزیر خیرخوا په تونده لهجه وویل چې په سیمه کې پیل شوې جګړه د پاکستان استخباراتو روانه کړې " په پاکستان کې سپی نه حلالېږي او په کوټ کې ۲۱ انسانانو سرونه پرې کېږي دا د پاکستان د ای ایس ای، کارونه دي".

د کوټ د ولسوالۍ اوسېدونکي وايي له عملیاتو خوشاله دي، خو که حکومتي سرتیري ووځي نو د ځايي خلکو وژنه به لاپسې زیاته شي.

خو د دفاع سرپرست وزیر محمد معصوم ستانکزی وايي دا ځل به نیولې سیمې ټینګې وساتل شي.

په ننګرهار کې د کوټ سربېره د شینوارو په اچین، هسکې مېنې، بټي کوټ او نازیانو ولسوالیو کې لاهم د داعش وسله واله ډله قوي ده.

XS
SM
MD
LG