د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې د نوروز لمانځنې پیکه وې


په ننګرهار کې د نوروز لمانځنې پیکه وې

په ننګرهار کې د نوروز لمانځنې پیکه وې

په داسې حال کې چې بېګاه د نوي شمسي کال لومړۍ شپه وه د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ مربوط د درونټې په سيمه کې يو کسټ پلورنځى په ماين والوځول شو.

دغه کسټ پلورنځى د ځوانانو په نوم په هغه پارک کې و چې دسيمې او نورو ولاياتونه خلک دغه ځاى ته د کب خوړولو او سيل لپاره راځي. په دې چاودنه کې شپږ تنه ولسي کسان زخميان شول.

ډاکتران وايي چې له دې چاودنې څخه څلورتنه روغتون ته راوړل شوي اودوه تنه چې بابيزه ټپيان وو، هغه يې په سيمه کې رخصت کړي دي.

ددغه ولايت وياند احمدضيا عبدالزى وايي چې دغه چاودنه د ځوانانوپه نوم په پارک کې يوکسټ پلورنځي ته څېرمه رامنځته شوه چې څلور تنه يې بابيزه زخميان کړل.

تر دا مهاله ددغې پېښې مسووليت چا په غاړه نه دى اخستى خو تر دې وړاندې د سازوسرود کسټ پلورنځي دوسله والو مخالفينو له خوا پر چاودنو له منځه وړل شوي دي.

ننګرهارچې د سولې اوامن ښارپه نوم يادېده .په دې وروستيو کې دداسې پېښو ښکار شو چې ددغه ښار له امنه ډکه فضايې خړه پړه کړه.

سږ کال په دغه ولايت کې د نوي کال جشن چې يو مهال به په سندريزو پروګرامونو او د سټېج له مخې د کروندګرو پر تېرېدو نمانځل کېده، د شاهي ماڼۍ په څلورو دېوالونو کې يوازې د يوې غونډې او د هغو حاصلاتو او توليداتو په نندارې سره ونمانځل شو چې په همدغه ولايت کې د خلکو د کارو زيار له برکته لاسته راځي.

ځاى ځاى غرفې جوړې شوې وې. د سيمې محدود خلک چې شاهي ماڼۍ ته د ننوتو کارت ورسره و، له دغه ننداتونه يې کتنه کولاى شوه.

په تېروکلونوکې به ښار پر دغه شپه څراغان او د ځوانانو د میلو له شوره نځېده خو سږکال د ښارپر فضا خاموشۍ منګولې ښخې کړې وې.

وېره وه اندېښنه وه. څوک له ډاره هم نه ګرځېدل، د ننګرهار والي ګل اغاشېرزي د نوي کال د خاموشۍ عامل وروستۍ امنيتي پېښې وګڼلې. شېرزي وويل دى پردې خواشينى دى چې سږ کال دغه ورځ په شاندارو مراسمو سره نه شي نمانځلى.

ده وويل: وروستۍ پېښې ددې باعث شوې چې دوی دغه ورځ يوازې د يوې غونډې له لارې ونمانځي.

ده همدارنګه د ننګرهار ولايت اوسېدونکيوته زېرى ورکړچې دامنيتي پېښو د مخنيوي په اړه يې پلان جوړ کړى او هم يې يودېرش پروژې چې هغه د سيمې د بيارغونې لپاره ګټورې دي په سږني پلان کې نيولي دي.

ددغه ولايت دکرنې اومالدارۍ ريس ساپي وويل چې دوي نوي کال ته دکروندګرودظرفيت لوړلو او په سيمه کې دزراعت د ودی لپاره نوي پروګرامونه لري.

د سيمې خلک د نورو کلونوپه پرتله دننګرهار ولايت تېرکال له پېښو او امنيتي ستونزو ډک کال بولي.

دوی وايي د نورو کلونوپه پرتله تېر کال په دغه ولايت کې په سلګونو چاودنې، بريدونه اونښتې رامنځته شوې چې په ترڅ کې يې شاوخوا پنځه سوو ملکي او نظامي کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

XS
SM
MD
LG