د لاس رسي وړ اتصالات

د ننگرهار ولایتي شورا ته احتجاج کوونکي ننوتي


د ننگرهار ولایتي شورا ته احتجاج کوونکي ننوتي
د ننگرهار ولایتي شورا ته احتجاج کوونکي ننوتي

د ننګرهارولايت په سلګونو اوسېدونکي په احتجاجي ډول دولايتي شوراپه دفترکې اړولي اوګواښ يې کړى چې دوی به تر هغې دلته پاتې وي چې دايتلاف قواوو له خوا يې نيول شوي بنديان خوشې شوي نه وي.

د محمد اکرام او محمد عمر په نوم دغه دوه تنه څو ورځې وړاندې د نجم الجهاد په فامليو کې د بهرنيو قواوو له خوا نيول شوي دي. بهرنيو قواوو لا تر دې دمه په دې اړه مطبوعاتو ته څه نه دي ويلي.

د ولایت له د بېلابېلو سيمو نه دغو احتجاج کوونکو د يو پرېکړه ليک په ترڅ کې د ايتلاف قواووله خوا نيول شوي کسان له يوه مخې بې ګناه ګڼل او دا يې هم ويل چې دوی دې ته تيار دي چې ددغو کسانو ضمانت وکړي.

ددغه ولايت د ولايتي شورا مشر نصرت الله ارسلا بيا وايي چې دوی د نيول شويو کسانو په اړه په سيمه کې پرتو بهرنيو قواوو سره غږېدلي دي او وايي بهرنيو قواوو ورته ويلي چې دغه کسان په ترهګرو بريدونوکې لاس لري خو دوی ورنه د ثبوت غوښتنه کړې چې تر دامهاله دوی ته ثبوت نه دى وړاندې کړى.

دى وايي ددوي وروستې پرېکړه داده چې په سولييز ډول به ددغوکسانو د راخوشې کېدوغوښتنه کوي.

دا لومړى ځل نه دى چې دغه قواووې په سيمه کې له ترهګروسره دلاس لرلو په تور مشکوک کسان نيسي تر دې وړاندې هم دغو قواوو په سيمه کې يو شمېرکسان له ترهګرو سره د لاس لرلو او نورو ترورستي بريدونو په تور نيولي چې څه تر څو ورځني بنده وروسته راخوشې شوي او څه يې اوس هم لادرکه دي.

XS
SM
MD
LG