د لاس رسي وړ اتصالات

ننگرهار کې د ایتلاف پر کاروان ځانمرگی برید


دغه بريد دايتلافي قواوو پر يو کاروان د جلال اباد ښار د بهسودو پر پله وشو. محلي چارواکي وايي، شاوخوا لس تنه په کې زخميان شوي دي چې زياتره يې ولسي خلک دي.

بريدکوونکي چې د چاواکيو په وينا په يو موټرکې چاودېدونکي مواد يې ځاى پرځاى کړي وو،دايتلافي قواووله يوموټرسره يې وجنګاوه.

له جنګېدو سره سم يو موټراور واخيست چې لمبې او لوخړې يۍ له ورايه تر سترګوکېدې. يو بل موټرهم څه ناڅه زيانمن شوى و.

له دغې پېښې سره سم دسپکووسلوډزې هم ترغوږشوي دي. له موټره هم دچاودېدونکيوموادو انفجارات ترغوږکېدل.

دغې چاودنې د جلال اباد ښار ولړزاوه د ننګرهار ولايت وياند احمدضياعبدالزي په وينا په دې چاودنه کې څوتنه ولسي کسان زخميان شوي دي خوايتلاف قواوو ته دمرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.

دى وايي په دې بريد کې دايتلاف قواوو موټرزيانمن شوى دى.

دجلال اباد په هوايي ډګرکې ديساف قواوو يوه مطبوعاتي دفتردامنلي چې ددوي پرقواووپه ياده شوې سيمه کې ځان مرګى بريد شوى دي خومرګ ژوبله نه لري .ددغه دفترپه وينا په دې بريدکې ددغوقواوودوه موټرې څه نا څه زيانمنې شوې دي.

د ننګرهار دعامې روغتيا ريس ډاکتراجمل پردېس بيا وايي چې دوي ته له دغې پېښې نه لس تنه زخميان داعلاج لپاره رسول شوي دي .چې له دې شمېرې څخه د دوو تنو روغتيايي وضعه د اندېښنې وړ ده.

عيني شاهدان وايي چې دوی په همدې ځاى کې ولاړو چې يو ګړم وشو. له ګړم سره سم ډزې وشوې. هرسړي له سيمې نه پښې سپکولې.

د اور وژنې موټر دښارپه ګڼه ګوڼه کې ځان سيمې ته ورساوه. د سپکو وسلو د ډزو له وېرې څوک د پېښې ځاى ته نه تلل.

د دولت وسله والومخالفينو ددغې پېښې پړه په غاړاخستې ده اوويلي يې دي چې دغه بريددنصرالله په نوم د دوې يوه ملګري ترسره کړى.

د دوی د ادعا له مخې په دې بريدکې ګڼ شمېر پوځيان وژل شوي دي.

دغه پېښه وروسته له هغه رامنځته کېږي چې دسولې مشورتي جرګه تازه پاى ته رسېدلې ده.

ددغې جرګې دجوړېدويوهدف له مخالفينوسره خبرې اوروغه جوړه ده.

خودکتونکيوله نظره که داډول پېښې په سيمه کې دوام ومومي نوددغې جرګې نتيجه به هم بې اغېزې وي.

بل لورته وسله والو مخالفينو دعوه کړې ده چې دخوګياڼو په ولسوالۍ کې يې دبهرنيو قواوو پر يو کاروان بريد کړى چې دغو قواوو ته يې مرګ ژوبله هم وراړولې ده او دبهرنيو قواوو يو الوتکه کې يې رانسکوره کړې ده افغان اوبهرنيوقواوو ددوي دغه ادعا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG