د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار د خوگیاڼو ښوونځي تړلي دي


د ننګرهار د خوگیاڼو ښوونځي تړلي دي

د ننګرهار د خوگیاڼو ښوونځي تړلي دي

د ننګرهارولايت دخوګياڼوولسوالۍ ښوونکيو ګواښ کړى چې که پر دوی د دولت له خوا د سرپنا لپاره ورکړل شوې ځمکه ونه ويشل شي او ددغې سيمې ولسوال او امنیه قومندان له کاره لرې نکړل شي، نو دوی به خپل ښوونځي تړلي وساتي .

له تیرو دريو ور ځو راهيسې ددغې ولسوالۍ نږدې زر تنو ښوونکيو د ولسوالۍ شپږپنځوس بابه ښوونځي د اعتصاب په ډول تړلي دي.

د ننگرهار د پوهنې د ریاست مرستیال وايي، دغه ستونزه یې اوس هواره کړې ده.

ابراهيم مياخيل امریکا غږ ته وویل: "دوی ددغو ښوونکيو شکايتونه واورېدل او سمدستي يې پر دوی د ځمکو په ویش پيل وکړ. له خپلو ښوونکيو مو غوښتنه وکړه چې نور دې ښوونځي پيل کړي".

خو د خوگیاڼو د ولسوالۍ د ښوونکو غوښتنې په دې ځای نه ختمیږي. اعتصاب کوونکي وايي، ددغې ولسوالۍ ولسوال او امنيه قوماندان او دې ته د څېرمه ولسوالۍ چارواکي دې لرې او په کور کښېنول شي. دوی وايي: د موجوده چارواکيوپه وجود کي ددغې سيمې امنيت ګډوډ شوى ورځ په ورځ پیښې زياتېږي.

د ننگرهار د پوهنې مرستيال ابراهيم مياخيل وايي د چارواکيو د بدلون غوښتنه باید د ولايت مقام ته وړاندې شي. ده هم ددغې پېښې پړه دسيمې پر چارواکيو واچوله او ويې ويل له کله چې دغه چارواکې سيمې ته راغلي امنيت هم ورسره ګډوډ شوى او د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي.

د خوګياڼو ولسوال سيدمحمد پهلوان وايي چې که خبره د ځمکو د نمرو وي نو دوی دغه ستونزه حل کړه.

ښاغلی پهلوان وايي، ولسوال د دولت له خو ټاکل شوى او د بدلون پریکړه به هم دولتي مقامات کوي نه اشخاص.

ده تور ولگاوه چې دغه کسان د هغه اشخاصو له خوا لمسول کیږي چې له دولت سره ستونزه لري. خو اعتصاب کوونکو دغه تور رد کړی او وايي چې د حکومت ټولو قوانینو ته یې غاړه ایښې ده.

XS
SM
MD
LG