د لاس رسي وړ اتصالات

د ننگرهار پوهنتون پنځوس کلن شو


د ننگرهار پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځی محصلین کولای شي چې په دې پوهنځي کې دوکتورا ترلاسه کړي
د ننگرهار پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځی محصلین کولای شي چې په دې پوهنځي کې دوکتورا ترلاسه کړي

د ننگرهار پوهنتون پنځوس کلن شو او ډیر ژر به خپله پنځوسمه کلیزه ولمانځي. د ننگرهار پوهنتون چې دمخه د بايزيد روشان د پوهنتون په نوم یادیده د پخواني پاچا محمد ظاهر د واکمنۍ په وخت په ١٣۴٢ کال کې جوړ شو.

د ننگرهار پوهنتون په پیل کې یواځې د طب پوهنځی درلود او یو څه وخت وروسته بیا د انجنیرۍ، کرهڼې او ادبیاتو پوهنځي په کې زیات شول. اوس دغه پوهنتون ١٣ پوهنځي لري چې په دې وروستیو کې د ژورنالیزم او عامه ادارې پوهنځيو هم په کې په زده کړو پیل وکړ.

د ننگرهار پوهنتون سرپرست رئیس پوهنوال ډاکتر طاهر عنايت، وایي چې دا پوهنتون وروسته له پنځو لسیزو اوس د داکترۍ په سویه د ٢١ استادان، د ماسترۍ په سویه ۱۵۳ استادان او ۲۵۰ استادان د لسانس په سویه لري چې زرگونو محصلینو ته د زده کړو چارې پرمخ بیایي.

ډاکتر عنايت وویل چې په تیرو په پنځو تیرو لسیزو کې د زیات شمیر لاسته راوړنو سره سره دا پوهنتون د زیات شمیر ستونزو سره لاس او گریوان دی. د هغه په وینا د پوره درسي خونو او اداري دفترونو د نه شتون او کال په کال د محصلینو د شمیر زیاتوالی ددې پوهنتون د عمده ستونزو څخه دي.

د ادبیاتو پوهنځی ددې پوهنتون په لومړیو کلونو کې تاسیس شو
د ادبیاتو پوهنځی ددې پوهنتون په لومړیو کلونو کې تاسیس شو

ښاغلي عنایت زیاته کړه چې د ننگرهار پوهنتون د علمی کدر د درلودلو له درکه د افغانستان په کچه د بډایو پوهنتونونو څخه شمیرل کیږي.

هغه وایي چې ددې پوهنتون اکثر استادان خپلې ډاکترۍ او ماسترۍ د نړۍ د معتبرو پوهنتونونو څخه ترلاسه کړي دي.

د ننگرهار پوهنتون استادان د خپلو ستونزو د نه حل کیدو په خاطر د افغانستان په حکومت او په ځانگړې توگه د لوړو زده کړو په وزارت نیوکه کوي.

ددې پوهنتون یو استاد پوهندوى سيدغنى غنى، وایي د پراخو نړیوالو مرستو سره سره چې د لوړو زده کړو له سکتور سره شوي د ننگرهار هنتون اکثر پوهنځي حتا زده کوونکو ته څوکۍ نه لري او سړکونه یې خام او خاورین دي.

د ننگرهار پوهنتون او د شرعاتو، حقوقو او ادبیاتو په پوهنځیو کې د ماسترۍ درې پروگرامونه او د شرعاتو په پوهنځي کې د دوکتورا ورکولو پروگرام لري. د استادانو او مسؤلینو په وینا د نجونو شمیر هم په دې پوهنتون کې مخ په زیاتیدو دی.

په افغانستان کې د ملي وحدت د حکومت په منځ ته راتلو سره د ننگرهار پوهنتون استادان او محصلین له حکومت څخه زیاتې هیلې لري. د استادانو د حقونو څخه دفاع، د سیاسي فعالیتونو پر ضد جدي مبارزه، د زړو او مبتذلو درسي موادو د تدریس او د اداري فساد پر ضد مبارزه ددې پوهنتون د رهبرۍ د عملي شعارونو په جمله کې دي.

XS
SM
MD
LG