د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار پوهنتون پنځوس کلن شو


د ننګرهار پوهنتون پر ۱۵ پوهنځیو سربېره، اوس په ځینو برخو کې د ماسترۍ پروګرامونه هم پیل کړي دي.
د ننګرهار پوهنتون پر ۱۵ پوهنځیو سربېره، اوس په ځینو برخو کې د ماسترۍ پروګرامونه هم پیل کړي دي.

دننګرهار پوهنتون خپله پنځوسمه کالیزه نمانځي. دننګرهار پوهنتون، چې دهېواد په کچه دویم ستر پوهنتون شمېرل کېږي،له جوړېدو یې پنځه لسیزې شوې.

دغه پوهنتون په ۱۳۴۲ لمریز کال دپخواني پاچا ظاهر شاه دحکومت پر مهال جوړ شوی، چې په لومړیو کې دبایزید روښان په نامه یادېده .

که څه هم دتاسیس پر وخت یې یواځې دطب پوهنځی لره؛ خو دپنځوسمې کالیزې په بشپړېدو پکې دا وخت ۱۵۰۰۰ زده کونکي په ۱۵ پوهنځیو کې زده کړې کوي.

دننګرهار پوهنتون سرپرست ریس پوهنوال ډاکټر محمد طاهر عنایت له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل، چې دپوهنتون پنځوسمې کالیزې نمانځلو ته یې په غټه کچه تدابیر نیولي دي.

هغه وايي دکب په ۲۸ جوړېدونکې، دغه لویې او تاریخي غونډې ته ان دبهرنیو هېوادونو نه مېلمانه هم وربللي دي.

نوموړی وايي "مونږه خارجي او داخلي مېلمانه راغوښتي، دڅو بهرنیو پوهنتونونو څخه او مونږ پرې غږ کړی، چې تش لاس به نه راځئ او زمونږ سره به دبورسونو په برخه کې مرسته کوي او هم به ورسره دهمکارۍ تړونونه امضا کړو."

ښاغلی عنایت وايي ددغې غونډې په ویاړ یې دپوهنتون له لوري نژدې ۹۰۰۰۰ جلده کتابونه هم چاپ کړي، چې پر مېلمنوبه وویشل شي.

دریس په خبره د دغې نمانځنې په ویاړ یې دپوهنتون په دروازو کې ددوو څلو، پر جوړونه هم کار پیل کړی،چې پر مخ به یې دپوهنتون تاریخچه لیکل شوي وي.

هغه وايي دکابل سربېره یې له ګڼو ولایتونو څخه هم دغې غونډې ته مېلمانه وربللي دي.

د پوهنتون ستونزې

که څه هم ددغه پوهنتون دجوړېدو نیمه پېړۍ پوره شوه،خو په دغه موده کې له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مل پاتې شوی دي.

دننګرهار پوهنتون دژورنالیزم دپوهنځي ریس استاد ببرک میاخېل وايي پوهنتون په تېرو پنځو لسیزو کې درې وارې بند شوی او ګڼې ناخوالې یې لیدلي دي.

د ننګرهار پوهنتونو د افغانستان د پخواني شاه محمد ظاهر شاه پر مهال جوړ شو چې اوس ۱۵ پوهنځي لري.
د ننګرهار پوهنتونو د افغانستان د پخواني شاه محمد ظاهر شاه پر مهال جوړ شو چې اوس ۱۵ پوهنځي لري.

هغه وايي لاهم له ستونزو ندی خلاص شوی .

ښاغلی میاخېل وايي"همدا اوس دپوهنتون ځمکې غصبېږي،په اداري لحاظ او نورو برخو کې له ستونزو سره مخ دی ، ابادۍ هم نه لري،چې زده کونکي پکې ښه زده کړه وکړي."

دپنځوسمې کالیزې دغې نمانځنې ته یو شمېر خلکو دمېلمنو دپالنې او نورو اړتیاوو دسمونې په پار مرستې هم راټولې کړي دي.

دمومند په نوم ېوې خپرندوی ټولنې دجوړېدونکې غونډې به ویاړ ۸۰ کتابونه هم چاپ کړي دي.

اوس مهال دننګرهار پوهنتون په دریو پوهنځیو کې د ماسترۍ دوره پیل شوې او ددغه پوهنتون دوه پنځوس استادان په بهرنیو هېوادونو کې دماسترۍ او دوکتورا تر کچې په زده کړو لګیا دي.

چارواکي وايي په جوړېدونکي غونډه کې به دنورو هېوادونو له استازو څخه دننګرهار پوهنتون دظرفیت لوړونې لپاره دلا نورو مرستو هېله وکړي او پوهنتون به خپل پخواني برم ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG