د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار پوهنتون لسګونه محصلین ونیول شول


د ننګرهار پوهنتون په مظاهرې کې یو شمېر محصلینو د داعش، طالبانو او اسلامي حزب بیرغونه لیږدول.
د ننګرهار پوهنتون په مظاهرې کې یو شمېر محصلینو د داعش، طالبانو او اسلامي حزب بیرغونه لیږدول.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي په ننګرهار پوهنتون کې نیول شوي ۲۷ محصلین د داعش، حزب اسلامي او طالبانو سره اړیکې درلودې.

د ملي امنیت ریاست وايي دغو کسانو پلان درلود چې په راروانو دوو ورځو مې د عامه نظم د کډوډولو او داعش او نورو اورپکو ډلو د بیرغونو د اوچتولو په موخه یوه بله مظاهره هم وکړي.

د ننګرهار والي سلیم خان کندزي په جلال اباد کې خبریالانو ته وویل چې په ننګرهار پوهنتون باندې يې د سه شنبې د شپې په عملیاتو کې ۲۷ محصلین نیول شوي دي.

په دغو محصلینو تور دی چې د افغانستان ملي بېرغ ته یې سپکاوی کړی او د افغان حکومت د مخالفانو په ګټه يې په پوهنتون کې فعالیتونه کول.

ښاغلي کندزي وویل چې په نیول شویو محصلینو کې دوه د ننګرهار او پاتې نور يې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي دي.

هغه وویل "موږ په دقت سره په دغه عملیاتي پلان کار وکړ او هغه محصلین مو په نښه او ونیول چې په دغې مظاهرې کې يې د افغان حکومت په ضد شعارونه ورکول او د افغانستان ملي بيرغ ته یې سپکاوی کړی و".

په همدې حال کې د ننګرهار د امنیې قومندان احمد شیرزاد وايي چې په ننګرهار پوهنتون باندې يې دغه عملیات د سه شنبې د شپې له یولسو بجو پيل او تر سهاره روان وو.

ښاغلي شیرزاد وویل چې نیول شویو کسانو د هېواد په نورو برخو کې د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو سره اړیکې درلودې او اعتراف يې هم کړی دی.

هغه وویل"موږ د مظاهرې پر مهال ځکه اقدام ونکړ چې عادي خلکو ته زیان ونه رسیږي، له مظاهرې وروسته مو دغه کسان په نښه کړل او تېره شپه مو د پوهنتون په لیلیې او لیلیې ته څېرمه له یو شمېر کرايي اطاقونو څخه ونیول".

د ننګرهار د امنیې قومندان وايي دوه نور محصلین تر تعقیب لاندې دي او پولیس هڅه کوي چې هغوی هم ونیسی.

اخوا د ننګرهار د ملي امنیت مشر وايي چې په پوهنتون کې يې خپل امنیتي فعالیت زیات کړی او هڅه يې دا ده چې د ورانکاریو مخه ونیسي.

ده دا خبره هم وکړه چې د هغو استادانو په اړه یې پلټنې پیل کړي چې د سیاسي مظاهره کوونکو سره همکاري او مرسته کوي، خو لا د پوهنتون د کوم استاد د نیول کیدو خبره نه ده شوې.

افغان چارواکو نیول شوي محصلین رسنیو ته ونه ښودل.

د یکشنبې په ورځ د ننګرهار پوهنتون سلګونو محصلینو د بدل اعاشې په پلمه پراخ لاریون وکړ، خو یو شمېرو يې د داعش، طالبانو او حزب اسلامي بیرغونه له ځانونو سره لېږدول، د دغو ډلو په پلوۍ يې شعارونه ورکړل او دافغانستان ملي بیرغ يې تر پښو لاندې کړ.

د ننګرهار پوهنتون د افغانستان په کچه یو مشهوره پوهنتون بلل کیږي چې زرګونه محصلین په کې په بېلابېلو پوهنځیو کې زده کړې کوي.

XS
SM
MD
LG