د لاس رسي وړ اتصالات

داعش په ننګرهار کې ماشومان واکسین کولو ته نه پریږدي


د ننګرهار د عامې روغتیا مشر و ايی په هغو سیمو کې چې جنګ روان دی، شاید لسګونه زره ماشومان له د ګوزڼ ضد له واکسین څخه پاتې شي.

د ننګرهار د عامې روغتیا مشر و ايی په هغو سیمو کې چې جنګ روان دی، شاید لسګونه زره ماشومان له د ګوزڼ ضد له واکسین څخه پاتې شي.

دننګرهار روغتیايي چارواکو او ځايي خلکو ددغه ولایت په دریو ولسوالیو کې له د ګوزڼ له واکسین نه د لسګونه زره ماشومانو پر پاتې کېدو اندېښنه ښودلې او پر حکومت یې غږ کړی چې دغه ستونزه هواره کړي.

اوس مهال د ننګرهار په دوو ولسوالیو اچین او شیرزادو کې د پولیو پنځه پېښې مېندل شوي او له دې کبله یې اندېښنې زیاتې کړي دي.

دننګرهار د عامې روغتیا ريیس ډاکټرنجیب الله کامه وال وایي که څه هم دپولیو ضد روان کمپاین کې به تر۶۰۰ زره ماشومانو ته واکسین ورسي خو په اچین، هسکې مېنې او کوټ ولسوالیو کې د پاتې کېدونکیو ۴۰ زره ماشومانو پرمسلې یې اندېښنه ښوولې.

هغه وايي"زمونږ کمپاین په هغو سیمو کې نه کېږي،چرته چې جګړه روانه ده. په ۳۱ کلسترو کې داچین، کوټ او هسکې مېنې په ولسوالیو کې واکسین نه شي کېدای ، په دغو سیمو کې زمونږ ۴۰زره ماشومان له واکسینو پاتې کېږي. بیا هم مونږ په کورنیو غږ کوو،چې دممکنه لارو څخه خپل ماشومانو ته واکسین ورسوئ".

نوموړی وایي داچین ،هسکې مېنې او کوټ ولسوالیو کې دداعش وسله والې ډلې په ډېروسیمو کې واکسین بند کړيدي.

ځايي اوسېدونکي وایې دروغتیا ریاست او په ټوله کې افغان حکومت دې د هغوی ماشومان دفلج له خطرناکې ناروغۍ وژغوري.

د ذبیح الله شینواري په نوم یو ځايي اوسېدونکي امریکا غږ ته وویل " زمونږ په ساحو کې مخکې هم واکسین نه دي شوي او اوس هم نه کېږي. اړوندې امنیتي ادارې باید دغې مسلې ته پام وکړي تر څو امنیتي حالات سم شي او ماشومان واکسین شي"

ولایتي شورا هم په دغه مسئله اندېښنه ښوولې او وایې ترهغې چې امنیتي حالات سم نه شي ، دواکسینو دپروسې پلي کول ګرانه خبره ده .

دولایتي شورا غړي ذبېح الله زمري امریکا غږ ته وویل که حکومت ددغو ماشومانو واکسین کېدا ته پام ونه کړي، یوه لویه فاجعه به رامنځته کولی شي.

نوموړی وايي " دلته په دې ساحو کې جنګونه دوام لري او په تېرو څو کلونو کې واکسین نه دی شوی؛ خو مهمه لاره یې داده، چې امنیتي حالات باید سم شي که امنیت ښه نه شي، د واکسین ټیمونه هلته نه شي تلی او ورځ تر بلې به دپولیو په پېښو کې زیاتولی راځي".

خو دننګرهار والي سلیم کندوزی وایې په قومي کچه یې هڅې پیل کړي څو په دغه نا امنه ولسوالیو کې د جرګو له لارې جنګېدونکې وسلوالې ډلې قانع کړي .

هغه زیاتوي " هلته جنګ دی واکسین بند دي،خو مونږ کوشش کوو،چې دقومي مشرانو له لارې دیوه تفاهم په نتیجه کې دغه ستونزه اواره کړو او ماشومانو ته واکسین ور ورسي".

هغه وایې د سیمې مېشتې کورنۍ دې له هرې ممکنه لارې خپل ماشومان واکسین کړي، ځکه فلجېدونکي ماشومان دکورنۍ او ټولنې داوږو بار ګرځي .

سږ کال دافغانستان په کچه دپولیو دولس پېښې ثبت شوي چې یوازې پنځه یې په ننګرهار کې دي.

دډېرو خلکو باور دادی چې که ددغو ماشومانو دواکسین مسئله پرځای پاتې شي نو په ختځ زون کې د پولیو دواقعاتو کچه دپام وړ لوړېدای شي.

XS
SM
MD
LG