د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار: د پوهنې ریاست پر کارکوونکو برید شوی


A honeybee approaches a snowdrop flower in Klosterneuburg on the first day of spring, Austria.
A honeybee approaches a snowdrop flower in Klosterneuburg on the first day of spring, Austria.

د ننګرهار ولايت د پوهنې رياست چارواکي وايي چې يوې ناپېژندل شوې وسله والې ډلې ددغه ولايت د پوهنې رياست پر کارکوونکيو د سره رود په ولسوالۍ کې د دوشنبې پر سهار بريد کړى چې دوه تنه يې زخميان کړي دي.

د پوهنې رياست وياند محمد اصف شينواري په وينا دغه بريد د يادې ولسوالۍ د باغوانيو په سيمه کې د دوشنبې پر سهار هغه مهال وشو چې د دوی کارکوونکي د ښوونکيو لپاره د يو ښارګوټې جوړلو په هدف يادې سيمې ته تللي وو چې د بېرته راستنېدو پر مهال پرې ناڅرګندو وسله والو بريد وکړ. دی وايي، په دغه بريد کې د چهارباغ صفا لېسې مديراو د ښار جوړونې رياست يو انجنير زخميان شول. شينوارى وايي دغو وسله والو په يو کرولا ډوله موټرکې له سيمې سمدستي پېښې سپکې کړې دي.

د ښار جوړونې رياست ټپي شوى انجنرشفيق الله عمري وايي: دوى د ښوونکيو لپاره د يو ښارګوټي جوړلو په هدف نمرو معلومولو ته تللي وو چې له ښارګوټي څخه د پوليسو په بدرګه جلال آباد ته د راګرځېدنې پر مهال پر لار وو چې د باغوانيو په سيمه کې دوسله والو له يوه کمين سره مخامخ شول، وروسته د پوليسو او وسله والو تر منځ نښته وشوه چې دده پروينا دى او د چهارباغ صفا لېسې مدير زخميان شول او د پوليسو د تلفاتوپه اړه معلومات نه لري.

د دولت وسله والومخالفينو ددغې پېښې مسووليت په غاړه اخستى دى او دعوه يې کړې ده چې په دې پېښه کې يې د پوليسو يو رېنجر موټر له منځه وړى او په کې سپاره اوه تنه پوليسان يې وژلي دي او ګڼ شمېر نور يې زخميان کړي دي.

د ننګرهار دولتي چارواکيو په دې پېښه کې يوازې د دوو تنو ملکي کارکوونکيو زخمي کېدل منلي خو د پوليسو د وژنې دعوه يې رد کړې ده.

د ولايت وياند احمدضياعبدالزى دا مني چې په دې پېښه کې د پوليسو يو رينجر موټر څه ناڅه زيانمن شوى دى خو د پوليسو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات ورنه کړل.

په دې وروستيو کې ښوونکي او د پوهنې اړوند کارکوونکي هم د وسله والو او بريدونو او چاودنو ښکار شوي دي.

له تېرو دوو مياشتو راپدېخوا دا څلورمه پېښه ده چې د ننګرهار ولايت پوهنې رياست په چوکاټ کې رامنځته کیږي تر دغې پیښې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د چپليار په ولسوالۍ کې د دوو بېلابېلو ښوونځيو کارکوونکي د ناپېژندل شويو وسله والو له لورې لومړى وتښتول شول او بيا يې مړي په يوه دښته کې وموندل شول. د ښوونځي ودانۍ ته يې هم اور اچولى و.

بل لور ته د همدغې ولسوالۍ د لرګيو پر يو ټال د اورلګېدنې له امله په لسګونو لکه افغانيو زيان د سيمې دکاندارانو ته اوښتى دى.

د ولايت ويانداحمدضياعبدالزى وايي چې په دې پېښه کې کوم ځاني زيان نه دى رامنځته شوى خو شاخوا ٣٥ لکه افغانيو په ارزښت زيان يې رامنځته کړى دى.

دى وايي د اورلګېدنې عامل څرګندنه دى خو د اور وژنې اداره پر دې توانېدلې چې اور ژر تر ژره قابو کړي او ويې وژني. دا وړي په دې ګرم او له بادونو ډک موسم کې د اورلګېدنې پېښې تل له درنو زيانونو ډکې وي.

XS
SM
MD
LG