د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د پاکو اوبو د ورکېدو اندېښنې


ننګرهار کې د پاکو اوبو د ورکېدو اندېښنې
ننګرهار کې د پاکو اوبو د ورکېدو اندېښنې

دننګرهار ولايت دولتي چارواکي اندېښنه څرګندوي چې که دسيمې خلک دچاپيريال په پاکۍ کې ونډه وانخلي نودڅښاک پاکې اوبه به ورځ په ورځ کمې اومخ په ورکېدوشي .

ددغه ولايت دچاپېريال ساتنې اداره دا اندېښنه څرګندوي چې که دپاکواوبودچټلېدومخه ونه نيول شي نو د پاکو اوبو قیمت به تر تېلو هم ګران شي.

ددغه ادارې مشر شامحمود مومندپه وينا اوس مهال په ښارکې دومره موټر مينځونکي ځايونه جوړ شوي اوتشنابونو ته څاګانې ويستل شوي چې پاکې اوبه يې چټلې کړې دي .

د سیمې خلک دپاکو اوبو د چټلوالي او کمېدو يو علت د جلال اباد په ښار کې د کانالېزسيون نشتوالى بولي.دوي وايي دچټلواوبودويستولپاره هېڅ لاره چاره نشته.

خوددغه ولايت ولايتي اداره بياوايي چې دوي دښاري پراختيا اوبيارغونې لپاره په خپل پنځه کلن پلان کې د کانالېزسيون جوړېده په خپلو لومړنيو کارونو کې ګڼلى.

خوددغه ولايت داوبو رسولو اداره بيا د پاکو اوبو د کمېدويوعلت د اوبو ارزښت ټيټوالى اودبرېښنا نشتوالى بولي .دددغې ادارې مشرپروېزاليشنګى وايي ددې لپاره چې اوس مهال دسيمې خلک دڅښاک دپاکواوبوله نشتوالي سره مخ نه شي دم ګړۍ يې نودښار٥٠ فيصدوخلکوته يې دورځې په بهيرکې د بېلابېلوموسساتوپه مرسته دوه ساعته اوبه رسوي.

دى وايي دوي هڅه کوي چې دغه فيصدي لوړه کړي خواوس مهال دوي دبرېښنا له سختې ستونزې سره مخامخ دي .اليشنګى وايي دوي ددغې ستونزې دله منځه وړولپاره څوځلې مقاماتوته خپله عرض پاڼه کړې خوتردامهاله حل شوې نه ده.

دى دپاکواوبود ارزښت ټيټوالي يوعلت هم د پاکو اوبو قيمت ټيټوالى ګڼي اووايي چې د دوی اوبه په هغې بيه نه پلورلې کېږي لکه څومره چې په ښارکې نورې اوبه پلورل کېږي. دى داهم وايي ځينو سيمو ته چې دپاکو اوبو په رسولو کې پاتې راغلي يو علت يې ځينې تخنيکي ستونزې دي.

اليشنګى وايي، اوس مهال چې په کورونو کې کومې څاګانې دتشنابونوله کندوسره ويستل شوي دي نوددوي پاکې اوبه هم چټلې شوې دي .دى وايي جلال ابادله پخواراهيسې دپاکو اوبو لپاره يو شمېر واټرپمپونه لرل خوهغه اوس مهال دبرېښنا نشتوالي له امله له ستونزو سره مخامخ شوې دي. ده هم دا اندېښنه څرګنده کړه چې موټرمينځنې ځايونو پاکې اوبه چټلې کړې دي.

ده هم دکانالېزېسيون په اړه وويل چې په ٢٠١٤کال کې به دغه ستونزه حل شي دده په وينا دوي ددغې ستونزې په اړه له موسساتو او لوړومقاماتوسره غږېدلي .ده دسيمې له خلکو دا غوښتنه وکړه پر کومه ځمکه چې ودانۍ جوړوي نوهلته دې داوبورسولوله پايپونوسره احتياط وکړي.

په سيمه کې دڅښاک پاکو اوبو د کمېدو او چټلېدو اندېښنه پرداسې مهال راولاړېږي چې اوس مهال ښارونه خوپرېږده چې په يو شمېر کليوالو سيموکې هم هغه پاکې اورڼې ويالې چټلې شوي دي چې نه يوازې يې په څښلو تنده ماتوله بلکې کتويې سترګې رڼولې اوښايست يې لاره.

XS
SM
MD
LG