د لاس رسي وړ اتصالات

ایتلاف: د کنړ عملیاتو کې له سلو زیات مخالفین وژل شوي


ایتلاف: د کنړ عملیاتو کې له سلو زیات مخالفین وژل شوي
ایتلاف: د کنړ عملیاتو کې له سلو زیات مخالفین وژل شوي

ايتلافي ځواکونو ادعا کړې ده چې د کونړ ولايت د وټه پور په ولسوالۍ کې يې د څو ورځو چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې تر سلو زيات وسله وال مخالفين وژلي دي.

د ختيځو ولايتونو لپاره په جلال اباد کې ددغو ځواکونو مطبوعاتي دفتر ويلي

په دې عملياتوکې د دوی يو شمېر پوځيانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېر يې نه دى په ډګه کړى.

دا دوهمه اونۍ ده چې د ننګرهار په وټه پور کې چاڼيزعمليات پيل شوي او اوس هم روان دي. افغان پوځ هم په دغو عملياتو کې برخه اخیستې وه.

په سيمه کې د ملي اردو د وياند جګړن شيرين اقا په وينا د دوی دوه تنه پوځيان زخميان شوي دي او وايي چې د ملکي تلفاتو کوم رپوټ یې ندی تر لاسه کړی.

وسله والو مخالفينو هم منلې چې د وټه پور په عملياتو کې یې څو تنو جنګيالو ته مرګ ژوبله اوښتې او ادعا کوي چې په دې عملياتو کې يې ګڼ شمیر بهرني او داخلي پوځيان وژلي دي.

افغان او بهرني ځواکونه ددغوعملياتو يوازينۍ موخه له مخالفينو څخه د سيمې پاکول ښيي.

د پاکستان لخوا توغوندي

د پاکستان له خاورې يو ځل بيا ددغه ولايت پر سرحدي سيمو د توغونديو بريدونه شوي دي چې په ترڅ کې یې د سیمې د درې تنه اوسیدونکو د زخمي کیدو خبر ورکړ شوی دی.

د سرحدي پوليسو لومړۍ لوا قوماندان جنرال امين الله امرخېل وايي چې دغه توغوندي د دانګام په ولسوالۍ کې د خلکو پر کورونو لګېدلي چې د يوې نجلۍ په شمول يې درې تنه زخميان کړي دي.

امرخېل وايي پاکستاني مقامات تل پر خپلو دغو بريدنو سترګې پټوي. دی وايي د کونړ او ننګرهار ولايت د يو شمېر سرحدي سيمو خلکو د پاکستان ددغو بريدونو په اړه غونډه کړې ده.

جنرال امرخېل خبر ورکړ چې که پاکستان د توغونديو دغو بريدنو ته همداسې دوام ورکړي، نو د سيمې خلک دې ته چمتو شوي چې ملي پاڅون وکړي.

بل لور ته ناڅرګندو وسله والو د ننګرهار ولايت د چپليار په ولسوالۍ کې د نجونو د يو ښوونځي دوه کوټې سوزولي دي.

د سيمې چارواکي وايي چې دغه ښوونځي ته د شپې دوه بجې اور وراچول شوى چې په وينا يې يو درسي خو نه او تحويلخانه يې سوزولې ده. دى وايي په تحويل خانه کې پر نورو کتابونو سربېره يو شمېر ديني کتابونه هم سوزول شوي دي او په درسي خونه کې يوه اندازه کمپيوټرې میزونه او څوکۍ هم سوزول شوې دي.

د پوهنې رياست وياند محمد آصف شينوارى وايي چې ددغه ښوونځي دوه کوټې هغه مهال دناڅرګندووسله والوله خواوسوزول شوې چې دوي په پټه ښوونځي ته ننوتل دښوونځي ساتوونکي يې وتړل اوکوټوته يې اورواچاوه.

له شاوخوا دوه مياشتو را پدېخوا دا دويم ښوونځى دى چې په دغې ولسوالۍ کې سوزول کیږي.

XS
SM
MD
LG