د لاس رسي وړ اتصالات

داعش راډیو بیا فعاله شوه؛ پښتو او دري خپرونې لري


په دغه ولایت کې دمدني ټولنې فعال عبدالرحمن معاون امریکا غږ اشنا ته وویل، چې حکومت ددغې راډیو په بندولو کې پاتې راغلی دی.

په دغه ولایت کې دمدني ټولنې فعال عبدالرحمن معاون امریکا غږ اشنا ته وویل، چې حکومت ددغې راډیو په بندولو کې پاتې راغلی دی.

د ننګرهار په ولایت کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې دخلافت په نوم راډیو دوه ساعته نشرات په دري ژبه هم پیل کړل او هره ورځ دماښام له اوو څخه تر نهو بجو پورې خپرونې لري. دغې راډیو له دې وړاندې یوازې پښتو خپرونې کولې.

ځايي اوسېدونکي وايي دخلافت راډيو اورېدنکي هم خورا ډېر دي، ځکه خپرونې یې له نورو سره توپیر لري.

مدني فعالان وايي چې دغه راډیو د خلکو ذهنیتونه بدلوي.

مدني فعالان وايي چې دغه راډیو د خلکو ذهنیتونه بدلوي.

څوارلس کلن احمد الله د طورخم- جلال اباد پر لویه لاره،دیو دکان مخې ته له یو شمېر نورو کلیوالو سره دخلافت راډیو ته غوږ دی.

هغه چې خپله کوچنۍ راډیو یې غوږ ته نیولې وه امریکا غږ ته وویل"دا درې میاشتې کېږي،چې د داعش راډیو اورم، بس قران کریم پکې وايي،حدیثونه وايي، اسلامي خپرونې کوي، مخکې یې یوازې پښتو خپرونې کولې اوس دري هم کوي".

دخلافت په نوم راډيو خپرونې دجلال اباد ښار په ګډون یو شمېر ولسوالیو کې هم اورېدول کېږي. د قران تلاوت، احادیث، دحکومت او طالبانو خلاف پروپاګند، داعش ته دخلکو وربلل،د جنګ جګړو خبرونه، حکومتي خلکو ته خبرداری، پښتو، دري، عربي ترانې، او ګڼ نور هغه څه دي، چې د خلاف راډیو يې خپروي.

حکومت څو وارې ددغو خپرونو دبندېدو خبره کړې وه ،خو لاهم دراډیو دخپرونو پر بندېدو نه دي بریالي شوي. ځايي اوسېدونکي او مدني فعالان دغه نشرات د ذهنیتونو داړلو یوه لاره ګڼي.

په دغه ولایت کې دمدني ټولنې فعال عبدالرحمن معاون امریکا غږ اشنا ته وویل، چې حکومت ددغې راډیو په بندولو کې پاتې راغلی دی.

هغه وايي "حکومت باید ددې مخنیوی کړی وای،تر اوسه حکومت ددې خپرونو مخه نه ده نیولې نو مونږ هم په داسې یو حکومت اوښتي یو،چې هیڅ هم نه شي کولی او دا ډېره لویه ستونزه ده ، دخلکو ذهنیتونه اړوي".

خو ولایتي اداره اعتراف کوي، چې دخلافت په نوم ددغې راډيو دخپرونو په بندلو کې پاتې راغلي. دوالي ویاند عطالله خوګیاڼي امریکا غږ اشنا ته وویل "یو ساعت لپاره په یوه سیمه کې پورته کېږي او بېرته راکوزېږي، نو دغه ستونزه ده ،چې تر اوسه دځای په تثبیت او دراډیو په بندلو کې نه یو بریالي شو".

اسلامي خلافت راډیو نشرات د ننگرهار په گڼو سیمو کې اوریدل کیږي

اسلامي خلافت راډیو نشرات د ننگرهار په گڼو سیمو کې اوریدل کیږي

ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي، چې نشرات دشینوارو ولسوالیو له هغو سیمو کېږي،چې ډېورنډ کرښې ته ورڅېرمه او له حکومتي ولکې وتلي دي.

هغه د خلاف دراډیو کېدونکي نشرات د ذهنیتونو لپاره دومره خطرناک نه ګڼي وايي هڅه یې داده، چې سیمه یې معلومه کړي.

داسلامي دولت مې یا داعش ډلې په وار وار له همدغې راډیو اعلان کړی، چې حکومت او یا بهرني ځواکونه یې روان نشران ته شي بندولی.

XS
SM
MD
LG