د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان ستر قاچاقبران د پروان زندان ته استوي


ځانګړې څارنوالي وايي، د نشه‌يي توکو لوی قاچاق‌کوونکي باید د پروان په زندان کې وساتل شي.
ځانګړې څارنوالي وايي، د نشه‌يي توکو لوی قاچاق‌کوونکي باید د پروان په زندان کې وساتل شي.

د جُرمونو، مُسکراتو او نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځانګړې څارنوالۍ مسئوولین وايي چې د نشه‌يي توکو لوی قاچاق‌کوونکي باید د پروان په زندان کې وساتل شي.

د دغې څارنوالۍ رئیس یار محمد حُسین خیل امریکا غږ ته وویل، په دې اړه یې ټولو اړوندو ادارو ته خبر وکړی دی.

چارواکو دغه پریکړه له نورو زندانونو څخه د ځواکمنو قاچاقوړونکو د تیښتې د مخنیوي لپاره کړې ده.

تیرکال د حاجي لعل جان په نوم د نشه‌يي توکیو یو لوی قاچاق‌کوونکو د کندهار ولایت له زندان څخه په غیر قانوني بڼه خوشې شو.

ښاغلی حُسین خیل وویل "کله چې حاجي لعل جان خوشې شو وروسته له هغې ډیر جدي تدابیر ټولو ادارو ته متحدالمال مکاتیب لیږل شوي دي، چې په داسې اجراتو کې چې مشخص قاچاقبر وي هیڅ څوک صلاحیت د دې نه لري چې هغه انتقال کړي اوس انتقال یې هم ډير محدود شوی دی د دغسې افرادو اشخاصو او یو تعداد قاچاق‌وړونکي چې معلوم الحال دي هغوی بګرام ته انتقال کیږي، چې له بګرام نه بل ولایت ته د هاغسې محکومینو انتقالول ناممکنه ده".

حاجي لعل جان چې یو له مشهورو قاچاق‌کوونکو څخه شمیرل کیږي په ۱۳۹۱ لمریز کال کې په کندهار ولایت کې ونیول شو او د عدلي او قضايي تعقیب لپاره کابل ته ولیږدول شو.

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د مسئوولینو پر وینا هغوی د حاجي لعل جان دوسیه وڅیړله او ورته یې د شلو کلونو بند سزا واوروله.

کابل ته لیږد

ښاغلي حُسین خیل وویل د حاجي لعل جان په خوشې کیدو کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز هیڅ ډول لاس نه درلود او زیاته یې کړه هغو کسانو چې د حاجي لعل جان په خوشې کولو کې لاس درلود اوسمهال ترې تحقیق کیږي.

دغه راز، ښاغلی حُسین خیل وايي کله چې په ولایتونو کې د نشه‌يي توکو قاچاق‌کوونکي نیول کیږي، نو کابل ته یې په لیږدولو کې له ستونزو سره مخ دي.

د ښاغلي حُسین خیل پر وینا له دې مخکې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د هیلکوپټرو په واسطه د هوا له لارې له ولایتونو څخه د نشه‌يي توکو قاچاق‌کوونکي کابل ته لیږدول خو اوسمهال دغه امکانات له پولیسو څخه اخیستل شوي چې له امله یې قاچاق‌کوونکي په ټاکلې موده کې کابل ته نه لیږدول کیږي.

ښاغلي حُسین خیل وویل "لا هم مشکلات شته، څه موده مخکې یو شمیر کسان په هلمند کې له ډیر وخته پاتې وو، هغه د وزارت دفاع په طیارو کې انتقال شول، اوس دغسې یوه پریکړه شوې ده چې له یو بل سره همکاري وکړي، چې دغه مظنونین یا متهمین د نظامي طیارو په واسطه انتقال شي".

په زندان کې د مخدره موادو د مهمو قاچاقبرانو ساتنه یواځې د افغانستان نه بلکې په نړیواله کچه یو ستره ننګونه ګڼل کیږي.

دوه اوونۍ وړاندې په مکسیکو کې د مخدره توکو یو ستر قاچاقبر، یواقوین گوزمن له زندان څخه وتښتید.

د گوزمن د زندان خونه ٢۴ ساعته د ویدیو په واسطه څارل کیده، خو یواځې تشناب او د ځان مینځلو ځای یې نه څارل کیدل چې هغه له همدې ځاې څخه د یو میل په واټن د کندل شوي تونل له لارې وتښتید.

د نشه‌يي تووکو پر وړاندې د مبارزې ځانګړې څارنوالۍ د معلوماتو له مخې د روان لمریز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې دې څارنوالۍ ته د نشه‌يي توکو د ۳۲۸ قاچاق‌کوونکو دوسیې سپارل شوي چې ورکې ۳۲ تنه د حکومت امنیتي مامورین، ۸ ښځې او ۲ ایرانیان هم شامل دي. دا څارنوالۍ وايی، په دغه موده کې ۱۵ داسې قاچاق‌کوونکي هم نیول شوي، چې د لویو قاچاق‌کوونکو په ډله کې شامل دي او هر یو یې له یو نیم ټُن څخه زیات نشه‌يي توکي قاچاق کړي دي.

XS
SM
MD
LG