د لاس رسي وړ اتصالات

پولیسو د نشه يي توکو د خرڅلاو او قاچاق په تور ۱۷ کسان نیولي


له تورنو کسانو سره بېلا بېل نشه يي توکي هم نیول شوي دي
له تورنو کسانو سره بېلا بېل نشه يي توکي هم نیول شوي دي

د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت وايي چې د امنیتي تړون په چوکاټ کې یې د بېلا بېلو عملیاتو پر مهال ۱۷ تنه د نشه يي توکو د خرڅلاو او قاچاق په تور نیول شوي دي.

دغه معینیت تېره ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو دغه تورن کسان په بلخ، ننګرهار، پروان، سمنګان، بدخشان او کابل کې نیولي دي.

خبرپاڼه وايي له تورنو کسانو سره بېلا بېل نشه يي‌ مواد هم لاسته راغلي چې پولیسو ضبط کړي دي.

بل خوا په کابل کې له نشه يي‌توکو سره د مبارزې پولیسو د عامې روغتیا وزارت له مسئولینو سره په ګډه د پل سوخته له سیمې څخه ۶۰ معتادین راټول کړي او د درملنې لپاره یې د فنکس کمپ روغتون ته لېږدولي دي.

XS
SM
MD
LG