د لاس رسي وړ اتصالات

د قاطع ملاتړ ویاند: د افغان ځواکونو وړتیا باید دوامداره وي


ډګروال سټیفن سمیدمن له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي د افغان امنیتي ځواکونو وړتیا په دوامداره توګه وساتلی شي.
ډګروال سټیفن سمیدمن له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي د افغان امنیتي ځواکونو وړتیا په دوامداره توګه وساتلی شي.

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ د ماموریت ویاند ویلي، چې په راتلوونکو دوو کلونو کې باید د افغان امنیتي ځواکونو وړتیا په دوامداره توګه وساتل شي.

د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت ویاند ډګروال سټیفن سمیدمن له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي، چې د قاطع ملاتړ ماموریت اوس افغان ځواکونو ته په داسې سلا مشورو بوخت دی، چې نه یوازې سږ کال د جګړې په فصل کې پياوړي وي بلکې په راتلوونکو کلونو کې هم خپله وړتیا دوامداره وساتلی شي.

دډگروال سمیدمن وویل ‪"‬دا اوس مونږ په یوې لویې سلاکارې مسئلې کار کوو، چې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو له چارواکو سره بحث وکړي، ترڅو دوی نه یوازې د ۲۰۱۵ کال د جګړې په فصل کې خپل ځواکونه پیاوړي ولري، بلکې په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کې هم خپل عساکر دوامداره وساتي. په قاطع ماموریت کې مونږ اوس پدې سلا کار کوو، چې د اوږدې مودې ظرفیت پیاوړی وساتو.‪"‬

هغه وايي، افغان امنیتي ځواکونو په هلمند کې مغلق عملیات تراوسه ښه رهبري کړي او دوی یې ښه ترسره کوي، ډګروال سټیفن وايي، ولسمشر غني په حقه دی چې وايي، افغان ځواکونه اوس په هلمند کې ډېر پیاوړي دي او په حرکت کې دي.

ښاغلي سمیدمن امریکا ته د افغان مشرانو د سفر په تړاو وویل چې د ملي یووالي د حکومت مشران له امریکا او ناټو سره ښې اړیکي لري او ددغو اړیکو د پرمختګ لپاره څه نه ویني. بلکې په اینده باید تمرکز وشي.

هغه وویل د ولسمشر غني او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله دا سفر په لوړه کچه سیاسي سفر دی.

هغه وايي ‪"‬دوی اوس په اینده بحث کوي، او تمه لرو چې اینده په سم مسیر وي، مونږ دلته یو چې روزنه، سلا مشوره او ملاتړ وکړو، د ناټو، امریکا او افغان حکومت ترمنځ اړیکې ښې دي، او د پوښتنې ځای پکې نشته.‪"‬

ددغه ماموریت ویاند افغان ځواکونو ته د تجهیزاتو د سپارلو په تړاوو وویل چې تېره اوونۍ دغه ماموریت شپږ نوې هیلکوپټرې افغان ځواکونو ته ورکړي چې جنګي دي او په عملیات کې به ترې ګټه اخلي، نوموړی وايي افغان ځواکونو ته د تجهیزاتو لړۍ روانه ده.
د قاطع ملاتړ ویاند وايي، دوی په عملیاتو کې د افغان ځواکونو سره برخه نه اخلي.

ډګروال سټیفن وویل ‪"‬مونږ کولی شو، چې خپل عساکر وساتو، کله که زمونږ د سلاکارانو د ساتنې مسئله وي، نو مونږ د خپلو سلاکارانو په خوندیتوب لاس پورې کوو، خو مونږ به د قاطع ملاتړ او د ناټو د عساکرو له خوا هیڅ داسې ملاتړ چې په هغه کې په عملیاتو کې برخه اخېستل وي ترڅو افغان ځواکونو نه ملاتړ وشي، دا کار مونږ نه کوو.‪"‬

د ناټو په مشرۍ د ایساف د ځواکونو ماموریت د تېر کال په پای کې پای ته ورسېد او دا دی، د ناټو د نوي ماموریت قاطع ملاتړ نه نېږدې نوي ورځې وځي، ددې ماموریت ویاند وايي، چې پدغه دوره کې یې پراختیا موندلې او د افغان ځواکونو په روزنه، ملاتړ او سلا مشورو بوخت دي.

XS
SM
MD
LG