د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو په افغانستان کې دولس زره عسکر پریږدي


د ناټو د بهرنیو چارو وزیران د دوه ورځو لپاره په برسلز کې غونډه لري

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران د دوه ورځو لپاره په برسلز کې غونډه لري

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو نن موافقه وکړه چې د راتلونکي کاله پورې به دولس زره عسکر په افغانستان کې پریږدي.

ناټو همدارنګه کوښښ کوي چې تر 2020 م کاله پورې د افغانستان د امنیتي ځواکونو ته مالي مرستې هم ورکړي.

د ناټو عمومی منشي ینز سټول ټنبرګ نن د بلجیم په پایتخت برسلز کې د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډې کې تائید کړه چې " شاوخوا اوه زره امریکایي او پنځه زره د ناټو د غړیو هیوادنو عسکر به په افغانستان کې پاتې وي."

ښاغلي سټول ټنبرګ وویل " په غونډې کې په افغانستان کې د قاطع ماموریت په اړه ګټورې خبرې وشوې. " د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت هدف د افغانستان د امنیتي ځواکونو روزنه، سلا مشورې ورکونه او همکاري ده.

د اکتوبر د میاشتې پورې ناټو په افغانستان کې دیارلس زره او سل عسکر درلودل.

د ناټو سر منشي همدارنګه وویل " ګڼو هیوادونو د افغانستان سره د مالي مرستو ژمنه وکړه." سټول ټنبرګ زیاته کړه " ناټو هیله لري چې د مالي مرستو په اړه نهایی پریکړه به د راتلونکي کال د جولای په میاشت کې د ناټو د مشرانو په غونډې کې وشي چې د پولینډ په پایتخت وارسا کې جوړیږي."

د ناټو عمومي منشي ینز سټولټنبرګ د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې نه وړاندې پر دې ټینګار وکړ چې د بهرنیو چارو وزیران به په غونډه کې لومړی په دې اړه چې په څه ډول د ثبات لرونکي افغانستان هڅو ته دوام ورکړي، پرېکړه وکړي.

د هغه په وینا دا ځکه چې په دې کې " زموږ خپلې امنیتې ګټې هم نغښتې دي."

XS
SM
MD
LG