د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو افغان زندانونو ته د بندیانو انتقال ځنډولی


ناټو افغان زندانونو ته د بندیانو انتقال ځنډولی

ناټو افغان زندانونو ته د بندیانو انتقال ځنډولی

په افغانستان کې د ناټو اییتلاف، د افغانستان زندانونو ته د ځینو بندیانو ورسپارل ځنډولي دي.

د ناټو چارواکو نن وویل چې دوی به د ملګرو ملتونو ددې نویو موندنو تر ارزونې وروسته، افغان حکومت ته ددې زندانیانو د سپارلو په برخه کی د پوره احتیاط نه کار واخلي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ریاست په افغانستان کی د بندیانو د شکنجې په اړه د ملګرو ملتونو خپور شوی رپوټ په کلکه غندلای دی.

د ملګرو ملتونو د هغه رپوټ پر اساس چې خبری رسنیو ته رسیدلای دی، راغلي چې په افغان زندانونو کې بندیانو ته د بریښنا شوک ورکول کیږي، دوی د جنسی ازار او سختو فزیکی شکنجو سره مخ دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر، بسم الله محمدي وایي دوی تل د ملګرو ملتونو بیلا بیلو ډلو ته ددې موقع ورکړې ده چې دغه زندانونه له نږدې وویني.

XS
SM
MD
LG