د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: د وردګ ولایت د ادعاګانو په هکله مو شواهد نه دي پیدا کړي


په افغانستان کې د ناټو ویاند وايي چې تر اوسه پوري یې هیڅ داسي شواهد نه دي موندلي چې د افغانستان د حکومت هغه ادعاګانې ثابتې کړي چې وايي د امریکا ځانګړو قواوو د افغانستان په یوه ستراتیژیک ولایت کې ناوړه چلند کړی دی.

برید جنرال ګنتر کتز وویل چې آیساف به د افغانستان د حکومت سره کار وکړي چې د افغانانو اندېښنو ته حل لاره پیدا کړي خو پر هغو ادعاګونو لا تراوسه پوري تبصره نشي کولای چې وايي افغانان چې د امریکا د ځانګړو قواوو سره کار کوي د خلګو په شکنجه، وژنو او غیري قانوني بند کې لاس لري.

افغان ولسمشر حامد کرزي د یکشنبې په ورځ امر وکړ چې د دوو اونیوو په موده کې دي ټولې آمریکايي ځانګړې قواووې د وردګ د ولایت څخه ووځي او ددغو ځواکونو نظامي عملیات دي سمدستي ودریږي. دغه نارامه ولایت چې د کابل په ګاونډیتوب کې موقعیت لري، ناټو او افغان ځواکونو د ورستیو کلونو راهیسي په کښي د یاغي ګرۍ ضد عملیات روان کړي دي.

د یکشنبې په ورځ د افغانستان د دفاع وزارت په یوې بیانیې کې وویل چې د ځانګړو ځواکونو څخه یې غوښتي دي چې د هغه مهال ویش سره سم دي د وردګ ولایت څخه ووځي چې ولسمشر کرزي ټاکلی دی.

افغان حکومت دغه پریکړه وروسته له هغه نه وکړه چې د افغانستان د ملي امنیت د شورا په غونډه کې د میدان وردګ ولایت والي عبدالمجید خوګیاني او نورو سیمه ایزو چارواکو وویل چې افغانان چې د امریکا د ځانګړو ځواکونو سره یو ځای کار کوي د نو تنو د تریتم کېدو او د پوهنتون د یوه محصل د وژل کېدو مسوله دي. خوګیاني او نورو چارواکو دغه راز دا هم وویل چې یادشوي افغانان په نورو ناوړو چلندونو کې هم لاس لري.

افغان حکومت وايي چې دغه افغانان د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو په چوکاټ کې نه دي بلکې د هغو پټو ملیشو غړي دي چې د امریکا د ځانکړو قواوو سره کار کوي.
د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي د یکشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان ددفاع وزیر وپوښتل چې دا افغانان چې په دې وسله والو ډلو کې کار کوي دا څوک دي. نوموړي زیاته کړه چې دغه کسان باید افغان حکومت ته وسپارل شي چې نورې څیړنې ځیني وشي.

که څه هم د ارګ د ماڼۍ په خبرپاڼه کې د دې یادونه هم شوې چې ښايي په دغو ناوړه چلند کې امریکايي ځواکونه هم دخیل وي خو افغان حکومت ویلي دي چې غواړي د هغو افغان وسله والو ډلو په هکله پوه شي چې پرې د سیمه ایزو خلګو له خوا د ناوړه چلند او سوْ استفادې تورنه لګېدلي دي.

په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو ویاند خبریالانو ته وویل چې ،،مونږ دغه ټولې ادعاګنې ډیرې جدي ګڼو او ډیر زیات زیار باسو چې د ادعاګونو شاوخوا حقایق په ډاګه کړو،،. نوموړي زیاته کړي چې په دې ورستیو اونیوو کې زیاته اندازه ادعاګانې شوي دي چې د وردګ په ولایت کې د امریکا ځانکړو ځواکونو غیر مسلکي برخوردونه کړي دي. خو تراوسه پوري یې داسي شواهد نه دي موندلي چې دغه تورونه ثابت کړي.

ښاغلي کتز وویل چې تر هغه پوري به په دې هکله د آیساف دریځ په ډاګه نکړي ترڅو پوري چې یې د افغان حکومت سره د موضوع په هکله خبرې نه وي کړي.
XS
SM
MD
LG