د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو، افغانستان ته د نورو سرتیرو پر لېږلو غور کوي


د ناټو جنگي په ٢٠١۴ کال کې پای ته ورسید خو جنرال نیکلسن ویلي دي چې څو زره نور سرتیري یې په کار دي.
د ناټو جنگي په ٢٠١۴ کال کې پای ته ورسید خو جنرال نیکلسن ویلي دي چې څو زره نور سرتیري یې په کار دي.

د ناټو عمومي منشي یانس سټالټنبرگ ویلي دي چې ناټو په افغانستان کې د اسلامي ترهگرو سره په جگړه کې د ملاتړ په خاطر، په هغه هیواد کې د خپل ځواک پر غښتلي کولو غور کوي.

ښاغلي سټالټنبرگ نن د یکشنبې په ورځ یوې المانۍ ورځپاڼې ته ویلي دي چې د افغانستان حالاتو ته په کتلو، د ٢٨ هیوادونو نظامي ائتلاف د "قاطع ماموریت" د ځواکونو پر زیاتوالي مشوره کوي.

په افغانستان کې اوسمهال د ناټو ١٣ زره سرتیري د قاطع ماموریت په چوکاټ کې د افغان سرتیرو د روزنې، ملاتړ او مشورې دنده لري.

د ناټو غړي هیوادونه په جون کې غونډه کوي او د افغانستان په اړه د ځواکونو د شمیر زیاتوالی او د اوږدې مودې لپاره د ماموریت غزول مهمې پریکړې دي.

اوسمهال ناټو باید کال په کال ماموریت تمدید کړي، خو قوماندان غواړي چې د چارو د لا ښه تنظیم په خاطر ماموریت باید اوږمهاله وي.

د ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان په فبروري میاشت کې کانگرس ته ویلي و چې په افغانستان کې د څو زره ځواکونو د کمښت سره مخ دی.

د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونه د تیرو ١٦ کالو راهیسي په افغانستان کې جگړه کوي چې دا د امریکا تر ټولو اوږده جگړه ده.

جنگی ماموریت په ٢٠١۴ کال کې پای ته ورسید خو د روزنې، ملاتړ او مشورې لپاره "قاطع ماموریت" کال په کال تمدیدیږي.

XS
SM
MD
LG