د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: په کندهار کې د طالبانو ضد مبارزه کې درنې جګړې په مخ کې دي


ناټو: په کندهار کې د طالبانو ضد مبارزه کې درنې جګړې په مخ کې دي
ناټو: په کندهار کې د طالبانو ضد مبارزه کې درنې جګړې په مخ کې دي

ناټو واېې په داسي حال کې چې افغان او اېتلافي ځواکونه کوښښ کوي چې طالبان د سېمې نه وباسي ، دافغانستان په جنوب کی ېې دوه تنه عسکر نن دبمونو په چاودنو کې وژل شوي دي.

ناټو نور تفصېلات ورنه کړل خو دکوم وخت نه چې دامرېکا په مشري په افغانستان باندې پوځي ېرغل وشو، سږکال په افغانستان کې دناټو دپوځونو لپاره دعسکرو دوژل کېدلو په حساب ترټولو خونړۍ کال گڼل کېږي.

پرون دپنجشنبی په ورځ هم دناټو دتړون پنځه تنه عسکر په جنوب کې وژل شوی وو. نن دگورجستان ددفاع وزارت ووېل چه څلور عسکر ېې دهلمند په ولاېت کی دبم په ېوه چاودنه کې وژل شوي دي. مگر دا ېې ونه وېل چه کله وژل شوي دي. گورجستان په افغانستان کی د زرو نه ډېر عسکر لري.

دناټو پوځی قوماندانان واېې چه د قندهار په ښار کې دننه او د ښار په شاوخوا سېمو کې د طالبانو په خلاف داېتلافی قواو د عملېاتو په وخت دسختو او درندو جنگونو توقع لری.

دغه راز ناټو واېې چه په قندهار کی ېې د طالبانو ېو مهم قوماندان ونېوه او تېره مېاشت ېې ۱۱۴ طالبان وژلی دي او دشک لاندی څلور سوه اته دېرش تنه نور ېې ژوندي نېولي دي.

ناتو واېې چه دکونړ په ولاېت کی ېې عسکرو پنځلس تنه طالبان وژلی دي

XS
SM
MD
LG