د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو عمومي منشي د افغان دولت مخالفین روغې جوړې ته راوبلل


د ناټو عمومي منشي د افغان دولت مخالفین روغې جوړې ته راوبلل

د ناټو عمومي منشي د افغان دولت مخالفین روغې جوړې ته راوبلل

د ناټو عمومي منشي اندرس فو رسموسن د افغان ولسمشر سره د لیدو وروسته په کابل کې خبریالانو سره ولیدل. افغان ولسمشر حامد کرزی وایي د ناټو د عمومي منشی سره یې افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو د سپارنې، په سیمه کی د تروریزم پر خلاف جګړه، د افغان دولت سره د موازي قوتونو د له منځّه تللو او د ملکي وګړو پر تلفاتو باندې خبرې اترې کړې دي.

همدا رنګه د افغانستان او امریکې او افغانستان او ناتو تر منځ د ستراتیږیکې همکارۍ تړون ددی خبر و اترو بله مهمه برخه ښودل شوې ده.

افغان ولسمشر په دې ټولو برخو کې د افغانستان او نټو تر منځ د نظر یووالی ویني.

د ناټو عمومي منشي ښاغلی رسموسن وایی په تیر نومبر کې یې د افغانستان سره دا خبره پخه کړې وه چې د مسولیتونو د سپارنی لړۍ به د روان کال د پیل سره جوخت شروع کوي او اوس دا دی ددی پریکړی د عملي کیدو وخت را رسیدلی دی .

د رسموسن په خبره په هغو ۷ سیمو او ولایتونو کې چې د انتقال لړی به ترې پيلیږي د افغانستان څلورمه برخه وګړی ږوند کوي

رسموسن د افغانستان د سوله ییز کیدو لپاره ددې هیواد د پوځونو ځواکمن کیدل او سمبالیدل ضروري ګني او وایي سوله هغه لار ده چې افغانانو ته به ښه او بهتره راتلونکی ډالۍ کړي.

دی وایي اوس مهال افغان امنیتي ځواکونو نه خپلو خلکو لپاره د ښه او سوله ییزه راتلونکي د تامینولو جوګه دی او نړیواله ټولنه او ناټو هم لګیا ده د افغان ۲۹۰ زریز پوځ د ښونې او روزنې په لار کې دوامداره هڅې کوي.

افغان ولسمشر ښاعلي کرزي ددې پوښتنې په ځواب کې چې دی د طالبانو مشریزه او په تیره ملا عمر چی د دولت په مخالف لوري کی ولاړ دی د افغانستان دوستان ګني که دښمنان؟ وایي لکه د تل تکراروم چی هغه کسان چی غواړي افغان دولت ته راواوړی د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره خپلی اړیکی وشلوي، د هیواد اساسي قانون ومني نو دوی د افغانستان بچیان دي او د هیواد غیږه یې د ښه راغلاست لپاره پرانستې ده .

XS
SM
MD
LG