د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: د افغان ځواکونو له خوا پر ناټو بریدونه د مخالفینو کار نه دی


په افغانستان کې د ناټو تړون وایي چې ترزیاته بریده د هغو حملو مسولین چې افغان ځواکونه یې پر ناټو باندي کوي، یاغیان نه دي. د ناټو قوې دافغانوعسکرو له خوا ددغو حملو پړه، د دوي ترمنځ په شخصي نارضایتوو او د جگړې د فشارونو په گاللو اچولې ده.

د ناټو ویاند برید جنرال کارلستن جکوبسن وایي تحقیق کوونکو داسي عوارض او علایم تشخیص کړیدي چې په دغو پیښو کې لیدل کیدلی شي. ده وویل رهبري باید سمه شي چې ددغسې پیښو د پیښیدو نه مخکي اطمینانی شي چې دغسي علایم شته.

ناټو وایي، افغانو امنیتي قواوو تر اوسه پوري په لسو جلا پیښو کې اوولس بهرني عسکر وژلي دي. طالبان معمولا د ناټو په قواوو باندې د د حملو پړه په غاړه اخلي. د ناټو مامورین وایې ددغو حملو نه وروسته دوی پراخ امنیتی اقدامات عملي کوي.

XS
SM
MD
LG