د لاس رسي وړ اتصالات

د څلورو ولایتونو د امنیت ساتنې چارې افغاني قواوو ته سپارل کیږی


د څلورو ولایتونو د امنیت ساتنې چارې افغاني قواوو ته سپارل کیږی

د څلورو ولایتونو د امنیت ساتنې چارې افغاني قواوو ته سپارل کیږی

د جرمني صدراعظم (ګیدوویسترویل) وایی چی د ناټو قواوي به بل کال افغان قواو ته د افغانستان د څلورو ولایتونو د امنیتي چارو د مسئولیت په سپارلو پیل وکړی.

(ویستر ویل) نن د جمعې په ورځ وویل چی پدغو ولایتونو کی یو یې په شمال کی دی چی هلته جرمني عسکر ځاي پر ځای دی. هغه وویل چی ددې تسلیمۍ جزئیات به د نومبر په میاشت کی د ناتو په عالي جرګه کي معلوم شی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د هغه هیواد ولسي جرګې ته وینا وکړه او په هغې کي یې د افغانستان د ماموریت چی دجرمني خلک په ښه سترګه نه ورته ګوري، دفاع وکړه او هغه یې " ضروري " وباله. هغه وویل چی جرمني به افغانستان ته متعهد پاته وي، ترڅو چی افغانان وکړای شی په خپله په ملک کي ثبات راولي.

جرمني په ناتو کی دریم هیواد دی چی افغانستان ته یې زیات عسکر استولي دي. په هغه هیواد کی د جرمني د عسکرو شمیر همدا اوس ۴٥٠٠ تنو ته رسیږي. د جرمني مشران وایي چی دوی غواړي تر کال ٢٠١٣ پوري د افغانستان نه خپل عسکر راوباسي.

له بلي خوا د برتانیې ددفاع وزارت ویلي دي چی پرون یې د هلمند د ولایت د سنگین په ولسوالي کي د بمونو په چاودنو کي دوه عسکر وژل شوي دي.

او ناتو نن اعلان وکړ چی د افغانستان او نړیوالو ګډو قواو د طالبانو یو قوماندان نیولي دی. هغه د پاکستان نه افغانستان ته یاغیان رااړول.

چارواکي وایی چی د طالبانو دغه قوماندان یې د سه شنبې په ورځ د ننگرهار په ولایت کی نیولی دی.

XS
SM
MD
LG