د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان ماموریت په هکله د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو غونډه


د ناټو د هیوادونو د دفاع وزیرانو د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې د افغانستان د دفاع وزیر بسم الله محمدي سره لیدنه وکړه.

د ناټو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسن د پنجشنبې په ورځ د ناټو د غړو هیوادونو د دویمې ورځې په غونډې کې وویل که چیرې د واشنگټن او کابل ترمنیځ امنیتي تړون لاسلیک نشي په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونه برخه لیک به نامالومه وي.

ښاغلي راسموسن زیاته کړه "د دې تړون په لاسلیک کې ځنډ زمونږ کار ستونزمن کړی او زمونږ په پلان باندې غور ته اړتیا شته."

د هالند د دفاع وزیرې شنین هنیس پلسخیرت د تړون نه لاسلیکولو ته په اشارې وویل جمهور رئیس کرزی د اور سره لوبې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن هم د چارشنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې په جمهور رئیس حامد کرزي باندې د تړون د لاسلیک دپاره په فشار اچولو ټینگار وکړ.

اندرس فوگ راسموسن
"که مونږ یو قانوني چوکات تر لاسه نکړو نو خپل عسکر نشو لیږدولای، په دې ډول مونږ باید د سږکال تر پایه د هغه هیواد نه ووځو. خو په عین وخت کې دا امکان هم باید له پامه ونه غورځوو چې د افغانستان راتلونکی حکومت ښايي دا تړون لاسلیک کړي نو روزنیز ماموریت پلان هم باید ولرو ."

خو د ناټو په غونډې کې د برتانیې د دفاع وزیر فلیپ هوموند وویل دا معقوله ده چې د کال په ورستیو کې مختلفو پایلو لپاره همدا اوس پلان جوړ کړای شي.

ښاغلي هوموند زیاته کړه "مونږه اوس دا منو چې جمهور رئیس کرزی به دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک نکړي چې په ترڅ کې ېې زمونږ د ځواکونو موقف څرگندیږي. دا کار به د جمهوري ریاست د انتخاباتو ورسته تر سره شي، په دې ډول دا معقوله خبره ده چې احتمالي پلان ولرو. خو د بریتانې موخه دا ده چې په خپلو هغو ژمنو چې د افغان ملي اردو اکادمي دپاره مو کړي ټینک و اوسو."

بل خوا د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند ایمل فیضي د چهار شنبې په ورځ وویل هسې هم ٢٠١۴ کال د امریکا د اکثرو ځواکونو د وتلو کال دی.

ښاغلي فیضي زیاته کړه چې د جمهور رئیسانو په تیلفوني خبرو کې د عسکرو د بشپړه وتلو په هکله هغسې خبرې ندي شوي لکه څنگه چې په رسنیو کې خپاره شوي، بلکې د مخکیني پلان له مخې په منظمه توکه د عسکرو د وتلو په هکله خبرې شوي.

جمهو رئیس اوباما د سه شنبې په ورځ د امریکا د دفاع وزارت یا پنتاگون ته امر وکړ چې د افغانستان نه د ټولو امریکایي عسکرو د ایستلو دپاره خپل پلان چمتو کړي.

خو ددې ترڅنگ جمهور رئیس اوباما هیله من دی چې د افغانستان راتلونکی جمهور رئیس به دا تړون لاسلیک کړي او د امریکا ددې اقدام نه به مخنوی وشي.
XS
SM
MD
LG