د لاس رسي وړ اتصالات

د ۲۰۱۴ کال وروسته به د ۸ او ۱۲ زرو ترمنځ د ناټو عسکر په افغانستان کې پاته سي


د ناټو چارواکي په بروسل کې غونډه کړې ده او په افغانستان کې یې د نړیوالو ځواکونو د حضور په اړه خبرې کړې دي – خو په دې اړه چې د ۲۰۱۴ کال نه ورسته به په افغانستان کې څومره نړیوال عسکر پاته شي ضدونقیض رپوټونه رارسېدلې دي.

د جرمني د دفاع وزیر د امریکا د دفاع وزیر له قوله ویلي چې امریکا به د ۲۰۱۴ کال نه ورسته په افغانستان کې د ۸۰۰۰ نه تر ۱۲۰۰۰ عسکر پوري وساتي.

خو د امریکا د دفاع د وزارت ویاند جورج لیټل ویلي دي چې یادشوی شمیر د امریکايي ځواکونو شمیر نه دی بلکه په دې بحث شوی دی چې د ناټو هیوادونه به په مجموع کې د ۲۰۱۴ کال وروسته د ۸۰۰۰ نه نیولې تر ۱۲۰۰۰ پوري عسکر په افغانستان کې پرېږدي.

ښاغلي لیټل زیاته کړه چې ولسمشر اوباما په یو شمیر لارو چارو باندې غور کوي او تر اوسه یې تصمیم نه دی نیولی چې د ۲۰۱۴ کال نه ورسته به څومره امریکایي ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي.

بلي خوا ته د ناټو د سازمان عمومي منشي اندرس فاګ راسموسن ویلي دي چې په افغانستان کې د امنیتي مسولیتونو د سپارلو پروسه ښه روانه ده. نوموړي چې د ناټو د غړو هیوادونو د وزایرانو په غونډه کې ګډون کړی و، د افغانستان د امنیتي ځواکونو په هکله ډاډ څرګند کړ او وېویل چې په افغانستان کې د اتیا فیصده امنیتي عملیاتو مشري افغان امنیتي ځواکونه په خپله کوي. ،، افغان ځواکونو ته د مشرۍ د سپارلو پروسې ښه پرمختګ کړی دی. دافغان امنیتي ځواکونو د ځانه وړتیا ښودلې ده، په ځان اعتبار لري او په اوضاعو مسلطه دي. دوي د ۸۰ فیصده عملیاتو مشري په غاړه لري،،.
ـــــــ
د افغانستان د امنیتي ځواکونو لګښت سږکال شپږنیم میلیارده ډالره کیږي چې امریکا یې پنځه عشاره اووه فیصده ورکوي. پاته نورې پیسې د ناټو غړي هیوادونه او د افغانستان حکومت ورکوي. د ناټو نور غړي هیوادونه ۳۰۰ میلیونه ډالره او د افغانستان حکومت ۵۰۰ میلیونه ډالره ورکوي.
XS
SM
MD
LG