د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو افغان ځواکونو ته دوې A-۲۹ الوتکې ورکړې


افغان ځواکونو تر اوسه څلور A-۲۹ الوتکي لري
افغان ځواکونو تر اوسه څلور A-۲۹ الوتکي لري

افغان چارواکي وايي چې د ۲۰۱۸ کال تر پایه به د افغان هوايي ځواک د جنګي الوتکو شمیر ۴۸ ته ورسیږي.

په افغانستان کې د ناټو چارواکي وايي چې A-۲۹ جنګي الوتکې په بلخ ولایت کې افغان ځواکونو ته وسپارلې.

په شمال کې د بهرنیو ځواکونو قومندان جنرال هارد مورد رینک امریکا غږ اشنا ته وویل دا الوتکې د هغو پوځي مرستو برخه ده چې له افغان ځواکونو سره یې ژمنې شوي دي.

ښاغلي رینک وايي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره مبارزه کوي او له افغان ځواکونو سره به خپلې مرستې روانې ساتي.

تر دې وړاندې هم دوه نورې A-۲۹ الوتکې افغانستان ته ورکړل شوې وې.

په شمال کې د شاهین ۲۰۹ قول اردو مشر جنرال عبدالحمید حمید امریکا غږ اشنا ته وویل چې دا الوتکې د ترهګرۍ سره په مبارزې کې اغیزناک تمامېدی شي.

په شمال کې د افغان هوايي ځواکونو قومندان جنرال اشرف کاکړ وايي چې دغه امریکايي الوتکې په معاصرې ټکنالوژۍ سنبالې دي او افغان ځواکونو سره به ډېره مرسته وکړي چې خپل نظامي اهداف ترلاسه کړي. A-۲۹ الوتکي لمړی ځل په دوهمې نړیوالې جګړې کې وکارول شوې.

ښاغلي اشرف وايي چې دغه الوتکې د ۲۰۰ کیلو ګرامه مهمات انتقالولی شي.

پر دې سربېره افغان ځواکونه وايي چې ښايي ژر ځینې بې پیلوټه الوتکې هم په واک کې ورکړل شي.

جنرال عبدالحمید حیمد وايي چې افغان ځواکونو هوايي مرستو ته ډېره اړتیا لري.

تر دې دمه ناټو افغانستان ته ۱۲ جنګي الوتکي سپارلي چې او ټاکل شوې چې تر ۲۰۱۸ کال پورې د دغو الوتکو شمېر ۴۸ ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG