د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو وايي د افغانستان په جنوب کې یې هلکیوبټر الوتکه رالوېدلې


ناټو وايي چې یو هیلیکوپټر یې دافغانستان په جنوبي برخو کې رالوېدلې او 11 تنه پکښې وژل شویدي. په وژل شویو کې څوتنه نړیوال او افغان عسکر شامل دي. دایتلاف خبري سرچینه وايې چې څلور امریکایې او څلور تنه نور بهرني عسکر هغه وخت ووژل شول چی هیلیکوپټره یې نن د پنجشنبی په ورځ راولویدله. په مړېو کې دری تنه افغان عسکر او یو افغان ژباړونکی هم شامل دي.

ناټو وايی د سقوط د پېښی په عواملو باندی پلټنې کوي اونو ر تفصیلات یې لاتراوسه ندي ورکړی.


د یادونې وړ ده چې دمارچ په میاشت کې دناټو یوه هیلیکوپټره دافغانستان په پایتخت کې له یوه کور سره ولیګېده او 12 تنه ترکي سرتیري په کښي ووژل شول. پردې سربیره یې څلورتنه په ځمکه کې هم ووژل.

همداراز د تیرکال د اگست په میاشت کې یوچینوک هیلیکوپټره داسي ښکاریده چې د یاغیانو له خوانه دوردگو په ولایت کې ویشتل شوې وي په دغه برید کې 30 تنه امریکايې عسکر ووژل شول.
XS
SM
MD
LG