د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال ایتلاف وايي څلور غړي یې پرون په افغانستان کې وژل شوي


په افغانستان کې نړیوال اتلاف وايي څلورغړي یې پرون د یکشنبې په ورځ ددغه هیواد په جنوبي برخه کې په داخلي حمله کې وژل شویدي .

د زابل د ولایت چارواکي وايي چې د یوه افغانو پولیسو د صاحب منصب په ګډون څلور امریکایان هم وژل شوي دي. د ایتلاف چارواکو د خپلو دغو غړو په هکله نور جزیات نه دي ورکړي.

ددې پرونې حملې نه یوه ورځ مخکې دوه بریتانوي عسکر د هلمند په ولایت کې د خپل افغان پولیس همکار له خوا وژل شوي وو.

دغه وژونکې حملې چې افغان پولیس او پوځیان د بین المللي قوې کسان وژني د ناټو او کابل ترمنځ نظامي انډیوالی په خطر کې اچوي.

د ناټو چارواکي وایي بله پیښه دا ده چې یاغیانو چې د افغان پوځیانو یونیفورم یې اغوستی ؤ او اتومات وسلې ، راکټونه او د بمونو ډک واسکټونه ورسره وو، د جمعې په ورځ د برتانیې په نظامي اډې باندي په حمله کې دوه امریکایي عسکر ووژل.

افغان چارواکي وايي، اته کسه ښځې او دوهې انجوڼې بیگا د افغانستان په ختیځ کې د ناټو په هوايي حمله کې وژل شویدي. د لغمان د والي نطاق سرحدي ځواک وایی چې د علینگار کلیوالو نن دغه مړي د والي دفتر ته راوړل. دی وايي دغو ښځو سهار وختي د پخلي دپاره لرگي غونډول چې بمباری ورباندې وشوه. ده وویل یو شمیر نوری ښځې په دې هوایی بمبارۍ کې زخمي شویدي او د سیمې په روغتونو کې بستر شویدي.

د روغتیا د ایالتي چارو ریس لطیف قیومي وایي اوه ښځی روغتونو ته د علاج دپاره راوړل شویدي چې ځیني یی لس کلنې دي.

د ناټو نطاق جیمې گریبیل وايي ددغو تورونو تحقیق کوي، خو رسمی رپوټونه وایي چې یواځي یاغیان په دې هوایی بمباریو کی وژل شویدي.
XS
SM
MD
LG