د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په جګړې کې د امریکا د عسکرو تلفات ۲ زرو ته ورسېدل


د افغانستان په جګړې کې د امریکایي پوځیانو د مړینې شمیره دوه زرو تنو ته رسیدلې ده. په دغه یوولس کلن بحران کې د انسانانو د دومره مړینې له کبله په امریکا کې د دې جنگ سره په داسي حال کې د ولس علاقه کمه شویده چې امریکا تیاری نیسي چې د دوه زره او څوارلسم کال تر پای پوري خپل محاربوي ماموریت په افغانستان کې په بشپړه توګه ودروي.

د مړو شمیر په دې ورستیو میاشتو کې د امریکا او ناټو په عسکرو باندی د هغوي د خپلو همکارو افغان پوځیانو او پولیسو له خوا د حملو د زیاتیدلو له امله زیات شویدی او دا سوال یې را پیدا کړیدی چې د افغانستان حکومت او قواوې به یی دا توان ولري چې د خارجي قواو د وتلو نه وروسته، چې څه کم دوه کاله وروسته وځي ، خپل مسولیتونه تر سره کړي.

یو امریکایی مامور چې د یو عسکر تازه وژل یې تایید کړیدی، وایي د نړیوالو قواوو یو عسکر چې پرون ناوخته د افغانستان په ختیځ کې ظاهراٌْ د نظامي مرکز دننه د افغانو قواوو له خوا وژل شویدی، امریکایی عسکر و.
دغه امریکایی مامور ځکه د خپل نوم د ښودلو نه ډه ده وکړه چې ، ددغه وژل شوي عسکر هویت په رسمي ډول نه و اعلان شوی.
د افغانستان د ولایتي چارواکو له خولې په دغه برید کې د ناټو یو ملکي قراردادي او لږ تر لږه دوه افغان عسکر هم وژل شویدي. د ملکي شخص هویت نه دی څرگند شوی.
د یوې مستقلې موسسې د رپوټ له قراره ، د افغانستان په یوولس کلنې جګړه کې د ایتلاف د قواوو د نورو غړو هیوادونو مرګ ژوبله هم د یو زرو یو سلو نوي تنو نه زیات عسکرو ته رسېدلې ده.
د ناټو یو نظامی مامور وایی ، په عمومی ډول د احصاییو له مخې، (2007) د دوه زره او اوم کال راهیسی د افغانو پوځیانو او پولیسو له خوا د ناټو او امریکا په عسکرو باندی په حملو کی لږ تر لږه یو سلو پنځه دیرش افغان پولیس او عسکر وژل شویدي.
XS
SM
MD
LG