د لاس رسي وړ اتصالات

ستراوېډیس: د ۲۰۱۴ کال وروسته به د طالبانو پلمه وشکېږي


د ناټو یو جګپوړی قوماندان جنرال جیمس ستراوېډیس وايي چې سره له دې چې په افغانستان کې ګڼ شمیر ننګونې شته خو اوس هم هغه د افغانستان د حکومت او امنیتي ځواکونو د قابلیتونو په هکله خوشبینی دی چې د راتلونکي کال د پایه پوري به د خپل هیواد امنیت په خپله تامین کړي او پرې به نږدي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په ځالې بدل شي. په اروپا کې د ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان امریکايي سترجنرال جیمس ستراوېډیس د امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې کې وویل چې هغه د افغانستان د ماموریت د بریالیتوب په هکله احتیاطمندانه خوشبینه دی. ،،زه فکر کوم چې زما د څلورو کلونو په موده کې چې زه د ناټو د اروپا د قوماندانۍ عمومي قوماندان پاته سوی یم، مونږ د یو داسي حالت نه چې ما زمونږ پر توان باندي شک درلودی چې بریالی به شو، وه یوه داسي حالت ته راغلي یوو چې زه فکر کوم چې مونږ بریالي کېږو. زما خوشبیني بیا هم ملاحظات لري.،،

دغه خوشبیني ځکه جنرال ستراوېډیس ته پیدا شوې ده چې هغه د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د رشد او توان په برخه کې د پام وړ پرمختګونه لېدلي دي. او د افغانستان په مدني ټولنه کې یې امیدوارونکي انکشافات لېدلي دي.

جنرال ستراوېډیس چې ټاکل شوې د امریکا د پوځ نه تقاعد وکړي وايي چې هغه د خپل کار د مودرې په ترڅ کې یو درس زده کړ هغه دا چي امنیت او آزادي د نړیوالې همکارۍ په مرسته ترلاسه کېږي نه د وسلې په مرسته او د یوې داسي تګلارې له لارې ترلاسه کېږي چې په لړ کې یې ډیموکراتیک ارزښتونو ته وده ورکړل شي.

په عین حال کې د افغانستان پوځ ویلي دي چې دې ته آماده دي چې د ټول افغانستان د امنیت د تامین مسولیت په غاړه واخلي. افغان ولسمشر حامد کرزي د ناټو د عمومي منشي اندراس فاګ راسموسن سره په یوې خبرې ناسته کې ډاډ څرګند کړ چې افغان ځواکونه د دې جوګه دي چې د افغانستان امنیت په خپله تامین کړي. ،،ښاغلی منشي افغانستان به ددې وړتیا ولري چې د خپل خلګو امنیت تامین کړي.،،

د افغانستان د پوځ د ۱۱۱ قول اردو قوماندان تورنجنرال جنرال قاسم شاه شهیم هم د ولسمشر کرزي په څیر د افغان قواوو پر توان باندي ډاډ څرګندوي. ،،د افغانستان د پوځ د کمیت په هکله باید وویم چې په وروستي پړاوونو کې یوو. زمونږ په کیفیت کې هم د پام وړ په اندازه ښه والی راغلی دی. په ټول افغانستان کې اوس ۸۵ په سلو کې عملیات په مستقله توګه د افغان پوځ له خوا ترسره کېږي.،،

خو اوس هم طالبان د افغانستان په څو برخو کې خپلو حملو ته ادامه ورکوي. د شنبې په ورځ طالب جګړه مارانو خپل د پسرلي د عملیاتو د پیل اعلان وکړ او هوډ یې وکړ چې د بهرنیو ځواکونو پرضد به داسي تاکتیکونه وکاروي چې دوي ته زیات زیان وارد کړي.

اما جنرال ستراوېډیس بیا وايي چې کله د راتلونکي کال تر پایه پوري د ناټو محاربوي ماموریت پای ته ورسېږي نو پر طالبانو باندي به هم پلمه ودریږي او و به نشي کړای چې خلګ قانع کړي. ،،د طالبانو د جنګ پلمه په تیرو لسو کلونو کې دا وه چې د بهرنیوو ځواکونو پرضد جګړه کوي او همدغه یې په اصطلاح شعار وو خو د ۲۰۱۴ کال په پای کې به دا پلمه پر ودریږي او بیا به دوي د بهرنیو ځواکونو سره نه بلکې د افغان ملي ځواکونو سره چې د دوي ورونه او خوندي دي، جګړه کوي. فلهذا د دوي پلمه د ۲۰۱۴ کال په پای کې ختمېږي.،،


د افغانستان خلګ هم پر افغان پوځ باندي اعتماد لري. سپین ګل یو کوچی دی چې په کابل کې ژوند کوي. هغه داسي وايي: ،،دا وطن بل څوک نه په خپل ملی اردوي به یې ساتي. ځکه هغوي د دې خاورې بچیان دي.،،

خو ځیني د چارو کارپوهان بیا به ډول نظر لري. جاوید کوهستاني چې د پوځ پخوانی جنرال او نظامي کارپوه دی د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د راتلونکي په هکله خورا خوشبینه نه معلومېږي. ،،په حکومت کې عدم اداره، د اداري فساد شتون و د کافي وسایلو نه شتون هغه مسایل دي چې افغان پوځ ورسره لاس او ګریوان دی. زه فکر کوم چې دا یوه غټه ننګونه ده. لکه چې تاسو یې وینی ورځ په ورځ د افغان پوځ تلفات ډیریږي. دا د دوي عدم آماده ګي ښيي. د امنیتي لېږد بهیر پر مخ روان دی خو مونږ په یوه داسي موقف کې نه یوو چې په ټول هیواد کې امنیت تامین کړی شو.،،

د لندن رویال انسټیټوټ د څیړنیز مرکز څخه متیو ویلس بیا د افغانستان د راتلونکي په هکله له جنرال ستراوېډیس په څیر خوشبینه دی. هغه وايي چې،،افغان پوځ به چارې سمبال کړي. زیات شمیر خلګ فکر کوي چې د ۲۰۱۴ کال وروسته به افغانستان بیرته د ۱۹۹۰ لسیزې کورنۍ جګړې ته ستون شو، خو هیڅ داسي دلیل وجود نلري چې تاریخ دي بیا تکرار شي.،،
XS
SM
MD
LG