د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو قاطع ملاتړ: که فشار نه وي القاعده بیا راپورته کیږي


د ناتو د پریکنده ملاتړ د ماموریت یوه عمده دنده د افغان ځواکونو روزنه ده.
د ناتو د پریکنده ملاتړ د ماموریت یوه عمده دنده د افغان ځواکونو روزنه ده.

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د پریکنده ملاتړ د ماموریت ویاند وايي، که څه هم القاعده په تیرو کلونو کې ځپل شوې، خو که نظامي فشار نه وي ژر به بیا راوټوکیږي.

د ناتو د پرېکنده ملاتړ د ماموریت ویاند جنرال چرلي کلیفلینډ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د القاعدې سازمان لا هم ګواښ دی او نړیوال ځواکونه به په مسلسل ډول پدې سازمان فشار واردوي.

جنرال کلیفلینډ په افغانستان کې د القاعدې سازمان د اوسنیو فعالیتونو په تړاو وویل چې که څه هم دا فعالیتونه یې زیات ندي خو له طالبانو او حقاني شبکې سره ټینگې اړېکې لري.

هغه وویل" د القاعدې د جنګیالیو د غړو د شمیرې په اړه، دا تل د میلیون ډالرو پوښتنه ده، ځانګړې شمیره نه لرم، خو دوی ښايي سل یا درې سوه وي".

ښاغلي کلیفلینډ وویل د القاعدې جنګیالي د کونړ او نورستان له پولې په سویل کې تر کندهار په حرکت کې دي.

د ترهګرۍ ضد بریدونه

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو دغه ویاند وویل چې د سږني میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د مارچ تر یو دېرشمې پورې نړیوالو ځواکونو تر سلو پورې بریدونه د ترهګرو د ځپلو لپاره کړي د چې زیات یې د داعش جنګیالیو په وړاندې وو.

جنرال کلیفلینډ وویل په ننګرهار کې یې د داعش ډله له شپږو ولسوالیو نه دوو ولسوالیو ته محدوده کړې ده.

هغه د طالبانو په تړاو وویل چې په سږني کال کې هم طالبان ګواښ دی او طالبان پدې فکر کې دي، چې ځینې ولایتونه او د ولسوالیو مرکزونه را وپرځوي.

جنرال کلیفلینډ وايي، چې په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نیکولسن دم ګړۍ د وضعیت په ارزونه بوخت دی او دا ارزونه به ددې لامل شي، چې د نړیوالو ځواکونو د ماموریت صلاحیتونه زیات او یا په اوسني حالت کې پاتې شي.

XS
SM
MD
LG