د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د بریښنا د پراختیا لپاره نړیوالې مرستې


ناټو د افغانستان پوځ ته د بریښنا د رسولو لپاره دغه هیواد سره د دوه سوه میلیونو ډالرو مرسته کړې ده.

ناټو د افغانستان پوځ ته د بریښنا د رسولو لپاره دغه هیواد سره د دوه سوه میلیونو ډالرو مرسته کړې ده.

ناټو د افغانستان پوځ ته د بریښنا د رسولو لپاره دغه هیواد سره د دوه سوه میلیونو ډالرو مرسته کړې ده. د ناټو د دوه سوه میلیونو ډالرو دا مرسته به د آسیا د پرمختیایي بانک د دوه سوه اتیا میلیونو ډالرو د مرستې سره یوځای د ترکمنستان څخه کابل ته د ۵۰۰ کیلو واټه بریښنا د مزي د غزولو په پروژه ولگول شي.

په دې پروژې سره به په مزارشریف او پلخمري کې د افغان پوځ تاسیساتو ته د بریښنا د برابرولو ترڅنګ کابل ته هم د بریښنا مزي راوغزول شي.

د افغانستان د بریښنا د انرژۍ د پیاوړي کیدو لپاره د ناټو په دغه مرسته کې د امریکا سربیره اسټرالیا، کاناډا، جرمني، هالنډ او بیلجیم هیوادونه هم شامل دي.

د ناټو ددغې مرستې د اعلان لپاره د امریکا په سفارت کې غونډه جوړه شوی وه. غونډې ته په افغانستان کې د ناټو د امنیتي همکارۍ د چارو د قوماندان مرستیال او د افغانستان لپاره د اسيا د پرمختیایي بانګ د رئیس په گډون د شپږو مرسته کوونکو هیوادونو سفیرانو، د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست او د بریښنا د موسسې د سوداګرۍ چارو رئیس خبرې وکړې.

د افغانستان لپاره د اسيا پرمختیایي بانګ رئیس توماس پانیلا وویل چې دغه بانک په افغانستان کې د ۲۰۰۳ کال را په دیخوا د نهه سوه میلیونو ډالرو څخه زیاتې پیسې د انرژۍ په سکټور لگولي دي.

ښاغلي پانیلا وویل، د اسیا پرمختیایي بانک اوس د انرژۍ د ودې په یو لس کلن پلان باندې کار کوي او تمه ده چې دا پلان به سږکال تصویب شي.

هغه وویل چې دا بانک به د ناتو د ٢٠٠ میلیونو ډالرو مرستې سره نور دوه سوه اتیا میلیونه ډالره یوځای کړې او د نورو ترڅنگ د ترکمنستان څخه کابل ته به د ۵۰۰ کیلو واټو د برښنا مزي راوغزوي.

د مرسته کوونکو هیوادونو سفیرانو د ناټو دا مرستې د افغانستان د امنیت او اقتصادي ودې لپاره خورا مهمې وګڼلې. دوی وویل چې د دغې درې کلنې پروژې په پلي کیدو به په افغانستان کې د بریښنا کچه دوه چنده شي.

افغانستان د خپلو څلورو ګاونډیو هیوادونو څخه بریښنا وارده کړې ده، چې د کابل سربیره په ځینو شمالي او لویدیځو ولایتونو کې هم خلک ورځینې ګټه اخلي.

په کابل کې د امریکا سفیر مایکل مکینلي وویل چې په همدې روانه اونۍ کې نړیوالې ټولنې په کابل کې د لوړ پوړو چارواکو په غونډه کې افغانستان سره د اوږدې مودې د مرستو ژمنه وکړه چې دا نننۍ مرسته د دغې ژمنې د عملي کیدو یو ښه ثبوت دی.

ښاغلي مکینلی زیاته کړه " ... مونږ ګورو چې د سلګونو میلیونه ډالرو او حتی د ملیاردونو ډالرو پانګونه بالاخره نتیجه ورکوي چې ټول افغانان ورڅخه ګټه واخلي".

د امریکا سفیر وویل چې دا پیسې د افغانستان سره د مرستې د صندوق له لارې د بریښنا موسسې ته برابرې شي.

د افغانستان د بریښنا د موسسې د سوداګرۍ د چارو رئیس میرویس عالمي وویل چې د ترکمنستان څخه د بریښنا د ۵۰۰ کیلو واټو بریښنا مزي به د نړیوال بانک په مرسته د یو بل مزي سره ونښلول شي چې ورسره به افغانان په ډیره ارزانه بیعه یو کیلو واټ بریښنا په شپږ سینټو ترلاسه کړای شي.

ښاغلي عالمي دا هم وویل چې همدا مزی به د نړیوال بانک له خوا د زرو میګا واټو د مزي سره ونښلول شي او د کابل څخه کندهار او خوست ته به هم وغزول شي او په دې توگه به ددغه مزي په غزولو سره په غزني او کندهار کې د ډیزلي جنراټورونو ګرانه بریښنا خلک په ارزانه بیعه ترلاسه کړي.

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست محمد معصوم ستانکزي په خپلو خبرو کې د افغان پوځ سره د ناټو دا مرسته خورا مهه وګڼله وې ویل "په افغانستان کې د اقتصادي ودې په مخ کې ترټولو ستره ننګونه د بریښنا نشتون وو، دوهمه ستونزه د ځمکې مسله، دریمه د فساد مسله وه او څلورمه یې امنیتي حالات وو".

ښاغلي ستانکزي افغانستان سره مرسته کوونکو هیوادونو څخه وغوښتل چې افغان پوځ ته د لمر ارزانه انرژي برابره کړي.

په اوس کې د افغانستان تر۳۰ فیصدو پورې خلک د بریښنا څخه ګټه اخلي. د افغانستان د بریښنا موسسه وایي چې تر راتلوونکو پنځه کلنو به دا اندازه ۶۵ فیصدو ته لوړه شي.

XS
SM
MD
LG