د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو افغانستان ته د نورو قواو په استولو غور کوي


د ناټو قواوی په افغانستان کې د ٢٠١۴ راپدیخوا د قاطع ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې افغان قواو ته یواځې د روزنې او مشورو ورکو چارې پرمخ بیایي
د ناټو قواوی په افغانستان کې د ٢٠١۴ راپدیخوا د قاطع ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې افغان قواو ته یواځې د روزنې او مشورو ورکو چارې پرمخ بیایي

د ناټو سازمان عمومي منشي ینز ستولتنبرگ د چارشنبې په ورځ په لندن کې وویل چې ټاکل شوې ددې وړاندیز په اړه تصمیم په څو راتلونکو اونیو کې ونیول شي.

ښاغلي ستولتنبرگ په لندن کې د بریتانیا د صدراعظمې تریسا می سره له کتنې وروسته په دې ټینگار وکړ چې ناټو به په افغانستان کې بیرته محاربوي عملیاتو ته مخه نه کړي، بلکه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د روزنې، مرستې او مشورو ورکولو د ماموریت د دوام په هکله به تازه تصمیم ونیول شي.

په واشنگټن ډي سي کې هم افغانستان ته د نورو امریکایي ځواکونو د استولو په هکله مشورې او څیړنې روانې دي او تمه ده چې د ۳۰۰۰ نه تر ۵۰۰۰ پورې نور سرتیري افغانستان ته واستول شي.

ټاکل شوې چې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ، د می په ٢٥ د ناټو سازمان په غونډه کې له گډون دمخه په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د ماموریت په هکله خپل وروستۍ تصمیم اعلان کړي

همداشان تمه ده چې ښاغلی ټرمپ په افغانستان کې میشتو امریکایي پوځیانو ته د سخت دریځو او ترهگرو پر ضد عملیاتو کې زیات صلاحیتونه ورکړي.

همدا اوس شاوخوا ۸۵۰۰ امریکایي سرتیري په افغانستان کې میشت دي چې په عمومي توگه افغان امنیتي او دفاعي قواو ته په روزنیزو، مرستندویه او مشورتي ماموریت بوخت دي.

XS
SM
MD
LG