د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: د حقاني شبکې لوړرتبه قومندان ووژل شو


ناټو: د حقاني شبکې لوړرتبه قومندان ووژل شو

ناټو: د حقاني شبکې لوړرتبه قومندان ووژل شو

ناټو وايي په افغانستان کې یې د حقاني د شبکې هغه لوړ پوړی قوماندان وژلی چې ګومان کیږي د چهارشنبې په شپه یې په کابل کې د انټرکانټېننټل په هوټل باندې حمله تنظیم کړې وه.

د ناټو یوه مطبوعاتي بیانیه چې نن د پنجشنبې په ورځ خپره شوې، وايي چې قوماندان اسمعیل جان او څو تنه نور ملګري یې د پکتیا مرکز ګردیز ته نږدې په یوه برید کې ووژل شول.

ناټو وویل چې اسمعیل جان په افغانستان کې د حقاني د شبکې د یوه بل مهم قوماندان مرستیال ؤ، چې په کال ٢٠١٠ میلادي کې یې د هغو وسله والو سړو مشري په غاړه درلوده چې په افغان او ایتلافي ځواکونو باندې یې حملې کولې.

نهو تنو جنګیالو چې په وسلو سمبال و، د سه شنبې په شپه ناوخته د کابل په انټرکانټېننټل هوټل باندې برید وکړ.

د هوټل محاصرې تقریبا پنځه ساعته دوام وکړ. ټول حمله کوونکي یا د ناټو او افغان ځواکونو په ډزو کې ولګیدل او یا دا چې خپل بمونه یې وچول او ووژل شول.

په دغه حمله کې د هوټل د څو تنو کارکوونکو او پولیسانو په شمول ١١ کسان ووژل شول. په وژل شویو کې د هوټل یو هسپانوي میلمه هم شامل دی.

ناټو ددغې مرګانئ حملې مسسولیت د حقاني د شبکې پر غاړه اچولی دی او وايي چې د طالبانو سره یې په حمله کې مرسته کړې وه.

طالبانو ویلي چې دغه حمله د دوی کار و.

XS
SM
MD
LG