د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د ناټو جنګي ماموریت پای ته ورسېد


د ناټو پوځي ماموریت له څه باندې یوې لسیزې وروسته نن پای ته ورسېد، او د قاطع ملاتړ ماموریت یې پیل شو.
د ناټو پوځي ماموریت له څه باندې یوې لسیزې وروسته نن پای ته ورسېد، او د قاطع ملاتړ ماموریت یې پیل شو.

نن د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونو د دیارلس کلن ماموریت بېرغ راښکته او پرځای یې د ناټو د نوي ماموریت چې د قاطع ملاتړ نوم ورکړل شوی دی، بیرغ پورته شو.

که څه هم د ناټو د نوي ماموریت رسمي پيل د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې پيلیږي، خو د ماموریتونو د تبدیلۍ رسمي مراسم د لوړ پوړو ناټو او افغان چارواکو لخوا نن ترسره شول.

پدغو مراسمو کې د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر وویل ناټو پداسې حال کې د ایساف ماموریت پای ته رسوي، چې تر درې زره او پنځه سوه عساکر یې په افغانستان کې وژل شوي دي.

ښاغلي اتمر په داسې حال کې چې د ناټو او امریکايي ځواکونو لوړ پوړي قومندانان او افغان چارواکي په غونډه کې حاضر ول، په خپلو خبرو کې وویل

‪"‬نېږدې ۳۵۰۰ د ناټو پرسونل د عملیاتو په مهال وژل شوي، له دېرش زرو زیات د ناټو پرسونل بیا په جګړو کې ټپیان شويدي، افغانان ستاسې وژل شوو او ټپيانو ته تسلیت وايي، مونږ به ستاسې هغه زامن او لورګانې هېرې نه کړو، چې زمونږ په خاوره کې وژل شوي، دوی اوس زمونږ زامن او لورګانې دي.‪"‬

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار وویل د ایساف ماموریت د ۲۰۰۱ کال په ډیسمبر کې پداسې حال کې پيل شو چې افغانستان هیڅ امنیتي ځواک نه درلود او د ناټو نوی ماموریت به همدا افغان امنیتي ځواک لا پسې زیات ورغوي.

هغه وویل افغانستان او نړیوالې ټولنې ته ګډ تهدید متوجه دی او په سیمه کې د تهدیدونو نوې بڼې راټوکېدلي چې د ګډو مسؤلیتونو په اجراء به ورته ځواب وايي.

پدغو مراسمو کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان ایف کمپبل چې له دې وروسته به د ناټو د نوي ماموریت مشري هم کوي، بیا وویل ایساف پداسې حال کې خپل محاربوي ماموریت پای ته رسوي، چې لاسته راوړنې یې له قربانیو سره مخ وې.

امریکايي جنرال کمپبل وویل افغانستان پیاوړی مسلکي امنیتي ځواک لري، چې د ناټو په نوي ماموریت کې به ددغه ځواک په روزنه، تجهیز د عملیاتو په پلان جوړونه کې ورسره زیاتې مرستې وشي.

جنرال کمپبل وویل‪"‬زمونږ د قاطع ملاتړ نوی ماموریت د افغانستان په راتلوونکې د ناټو اوږدمهالې پانګونه ده، زمونږ ژمنې افغانستان ته اوږدې دي، افغان ځواکونو له مخکې ثابته کړې، چې دوی جګړه پرمخ وړی شي، پدې خاطر چې په ډګر کې افغان امنیتي ځواکونه بریالي دي، نو مونږ قاطع ملاتړ ماموریت ته داخل شو.‪"‬

د ناټو نوي ماموریت کې به د دېرشو هیوادونو ۱۲۵۰۰ سرتیري برخه ولري، او په افغانستان کې د ناټو د مسؤلینو په ويناء دا ماموریت د افغان ځواکونو روزنې، تجهیز او سلا مشورو ته ځانګړی شوی دی، چې دوه کاله یې موده ده.

XS
SM
MD
LG