د لاس رسي وړ اتصالات

د لغمان په ولایت کې د ناټو په برید کې ملکیان وژل شوي


شاوخوا ١٥ هغه ولسي مېرمنې دلغمان په ولايت کې دبهرنيو ځواکونو پر هوايي بريد وژل شوي او زخميانې شوې دي چې دلرګيواوځنګلي مېوې ټولولوپه خاطر غره ته تللې وې.
دپېښې ټول زخميان او وژل شوي دکور مېرمنې دي .


ايساف ځواکونو ديکشنبې په ورځ دلغمان ولايت دالينګار ولسوالۍ دنورلام په دره کې پريوشمېر هغوولسي مېرمنو هوايي بريد کړی چې غره ته په لرګيواوځنګلي مېوې پسې تللې وې.

دلغمان ولايتي شورا غړى ګلزار سنګروال وايي چې دغه کسان زياتره دکور هغه مېرمنې دي چې په خسو پسې غره ته تللې وې اوايساف ځواکونو پرې هوايي بريد کړى. د دغه بريد په لړ کې نهه تنه مېرمنې وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي. نوموړی وايي دسيمې خلک دپېښې په قربانيانو پسې تللي دي .

ددغې سيمې يو تن اوسېدونکى او په مشرانو جرګه کې د ياد ولايت پخوانى سناتور عبدالخالق حسيني وايي چې دپېښې قربانيان دکور مېرمنې ځکه دي چې په دغه ولايت کې دکور مېرمنې هر سهار دلرګيو په راوړلو پسې غره ته ځي.

په عین حال کې په دې وخت کې د ځنګلي مېوې د ټولولو ونډ هم ماتېږي نوسيمه ایز خلک چې زياتره مېرمنې دي ددې ميوې په ټولولوپسې ځي. ددغه ولايت ولايتي ادارې هم دا بريد منلى .

د ولايت وياند سرحدي ځواک دغه بريد خپلسرى بولي او وايي چې په دې بريد کې ٨ مېرمنې وژل شوې او ٧تنه نورې زخميانې دي .

دافغانستان جمهور ريس حامد کرزي هم دلغمان په ولايت کې رامنځته شوې پېښه غندلې او دولتي پلاوي ته يې ددې پېښې دڅېړنې لپاره دنده سپارلې ده. وسله والو مخالفينو رسنيو ته ويلي چې پردغه بريد د دوى جنګياليو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

دالومړى ځل دى چې په نوموړي ولايت کې دايساف ځواکونو په هوايي بريد دومره شمېر مېرمنو ته مرګ ژوبله اوړي. بل لور ته دننګرهارولايت دحصارک په ولسوالۍ کې دوسله والو مخالفينو او سيمه ييزو پوليسو ترمنځ نښته شوې.

ددغې ولسوالۍ ولسوال عبدالخالق معروف په وينا دغه نښته تېره شپه هغه مهال رامنځته شوه چې وسله والو مخالفينو دجوکان په کلي کې پر سيمه يزو پوليسو بريد وکړ او وروسته مقاومت سره مخامخ شول.

نوموړي دعوه وکړه چې په دې جګړه کې شل تنه مخالفين وژل شوي چې ديوولسو مړو جسدونه دجګړې په ډګر پاتي وواو يو مخالف يې په زخمي حالت کې ژوندى نيولی دى.
نوموړي داهم وويل چې په دې جګړه کې د دوي څلور ساتونکي هم زخميان شوي دي.

په عین حال کې وسله والو مخالفينو دولسوال دغه ادعا ناسمه بللې او دعوه يې کړې چې دوى په دغه جګړه کې پنځه تنه پوليسان وژلي دي.
دغه راز په کنړ ولايت کې هم ځايي چارواکي دعوه لري چې دايساف ځواکونو په هوايي بريد کې ددغه ولايت په غازي اباد ولسوالۍ کې ١٨وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG