د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو کندهار کې د ملکي تلفاتو تحقیق کوي


ناټو کندهار کې د ملکي تلفاتو تحقیق کوي

ناټو کندهار کې د ملکي تلفاتو تحقیق کوي

د ناتو مامورین وايي چې ددوی د خدماتي غړو نه یو تن د افغانستان په شمال کې د یکشنبې په ورځ او بل تن یې د ملک په جنوب کې د شنبې په ورځ په یوه چاودنه کې وژل شویدی.

ناتو وايي، د ملک په نورو برخو کې، افغان او ائتلافي قواوو چې د یو مشکوک یاغی د لټولنې پسې وو، په یوه برید کې یې یو سړی او یو ماشوم وژلی دی. ائیتلاف زیاتوي چې ددوی قواوو چې گزمه کوله داسې فکرکړی ؤ چې ممکن دغه مشکوک جگړه مار به په دوی ډزې وکړي نو یې ځکه د کندهار ولایت په شاه ولي کوټ کې پر هغه ډزې وکړې.

د افغانانو او ائتلاف نه جوړه شوې ډله ددې پیښې تحقیق کوي.

ناتو همدارنگه وايي چې هوايي برید د کندهار ولایت د ارغنداب په ولسوالی کې یوه کور د شنبې په ورځ تباه کړ.

د ناتو مامورین وايي چې په دې کور ١٢٠٠ کیلوگرامه چاودیدونکي مواد ځای په ځای شوي وو چې دهغو نه ٥٠ بمونه جوړیدلای شول.

ناتو وايي افغان او ائتلافي قواوو د شنبې په ورځ د طالبانو یو سترمشر چې په بمونو کې تخصص لري، نیولی دی. ناتو وايي د طالبانو دغه مشر چې د کشانو کلاچې په کلي کې ونیول شو د یوه ځانمرگي برید په تنظمولو بوخت ؤ.

د استرالیا نوې منتخب شوې صدراعظمې د شنبې په ورځ په خپل لمړني سفر کې افغانستان ته راغلې ده. جولیا گلارد د افغانستان د جمهوررئیس حامد کرزي سره کتنه وکړه او هغه ته د افغانستان د حکومت سره د ملک د امنیتي اړتیا په پوره کولو کې د مرستې ژمنه وکړه.

د استرالیا مشرې د استرالیا د پوځیانو سره د تیرین کوټ په ښارکې ډوډی وخوړله او د هغو ٢١ استرالیایانو ته د احترام مراتب څرگند کړل چې په افغانستان کې د جگړه مارو سره په جگړه کې وژل شوي دي.

د استرالیا صدراعظمې همدارنگه په افغانستان کې د ناتو د ستر قوماندان جنرال ډیوډ پټریس سره خبرې وکړې. دواړو خواوو د افغان قواوو ته د افغانستان د امنیت د سپارلو په موضوع خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG