د لاس رسي وړ اتصالات

په لزبن کې د ناټو د مشرانو د غونډې په خلاف مظاهرې شویدي


په لزبن کې د ناټو د مشرانو د غونډې په خلاف مظاهرې شویدي
په لزبن کې د ناټو د مشرانو د غونډې په خلاف مظاهرې شویدي

د پرتګال په پایتخت لزبن کې که له یوې خوا د ناټو د غړو هیوادونو مشران جرګه شویدي چې د دغه تړون په راتلونکې او په افغانستان کې په پوځي هڅو باندې خبرې وکړي له بلې خوا ځینو ډلو هلته د دغې غونډې پر ضد مظاهرې کړیدي او داسې غونډې یې جوړې کړیدي چې په ناټو باندې انتقادونه کوي.

د پرتګال د لزبن په ښار کې د ناټو د غړو هیوادونو د مشرانو غونډه پداسې حال کې روانه ده چې له بلې خوا په لس ګونه د سولې ډلې د یوه ویجاړ شوي ښوونځي په انګړې کې سره راټول شویدي او د دغې غوڼدې پر ضد خبرې کوي. د دې تر څنګ په لزبن کې نورې دیته ورته مظاهرې او غونډې هم د سولې د ډلو لخوا په لاره اچول شویدي. او تمه کیږي چې د تر ټولو ستره مظاهره به نن هلته وشي.

رپوټ وایي چې امنیتي قواوې د ښار په بیلا بیلو برخو کې ځای پر ځای شویدي او دنده ورته ورکړل شویده چې د مظاهره کوونکو مخه ونیسي او د یادونې وړ چې په لس ګونه نور کسان چې غوښتل یې لزبن ته ولاړ شي او د ناټو د روانې غونډې پر ضد مظاهره وکړي، هغوي ته دا اجازه نده ورکړل شوې چې دغه ښار ته ورشي.

میرمن اریلي ډینس چې د سولې د یوې فرانسوې موسسې مرستیاله ده او د ناټو د غونډې پر ضد یې غونډه جوړه کړیده، وایي چې د ناټو مشران غواړي د نړۍ امنیتي ستونزې په پوځي لارو چارو باندې حل کړي او هغوي پدې کار کې اشتباه کوي.

" د نړۍ ستونزې په پوځي لارو چارو هیڅکله هم نشي حل کیدلی او د ناټو د مشرانو دا غونډه یوه پوځي غونډه ده . که څه هم چې ناټو غواړي خپل ماموریت ته تر ډیره حده ملکي بڼه ورکړي خو هغوي تل هر ماموریت په ملکیانو نه بلکه په پوځ باندې کوي."

د شمس آریا په نامه یوه افغان چې د ناټو د غونډې پر ضد غونډې کې یې برخه اخیستې وه بیا په افغانستان کې دناټو په تګلارې باندې انتقاد کوي. ښاغلی شمس آریا چې اوس په هالنډ کې په مهاجرت کې ژوند کوي، پدې باور دی چې په افغانستان کې د ناټو پوځي حضور یوه اشتباه ده.

" د ناټو لپاره پکار ده چې د افغانستان نه واوځي او نور د افغانستان په چارو کې لاس ونه وهي. او دا پخپله افغانانو ته پریږدي چې خپله راتلونکې وټاکي."

که څه هم چې د ناټو مشران پدې ټینګار کوي چې په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره دهغوي پوځي نقش زیات مهم دی خو په اروپا کې زیات شمیر کارپوهان بیا په کلکه د پوځي حضور سره مخالفت لري. د ناټو د مشرانو پدې غونډې کې به د نورو مسایلو تر څنګ ناټو د افغانستان لپاره په خپلې تګلارې باندې هم د سره غور وکړي.

XS
SM
MD
LG