د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو په ختیځه اروپا کې دایمی ځواکونه ځای پر ځای کوي


د ناټو د غړیو هیوادونو د دفاع وزیرانو په بلجیم کې دوه ورځې غونډه درلوده
د ناټو د غړیو هیوادونو د دفاع وزیرانو په بلجیم کې دوه ورځې غونډه درلوده

د ناټو عمومي منشي ینز سټول ټنبرګ د هغو غړیو هیوادونو لپاره د څو میلیتي کومکي عسکرو د جوړیدو اعلان وکړ چې د روسیې لخوا ورته جدي خطر متوجه دی.

ښاغلي سټول ټنبرګ د دفاع وزیرانو د غونډې نه وروسته خبریالانو ته وویل " د پوځي چارو پلان جوړونکي به د راتلونکي پسرلي لپاره د عسکرو د شمیر او جوړښت په هکله خپل وړاندیزونه زمونږ سره شریک کړي.

د ناټو عمومي منشي د بلجیم په پایتخت بروکسل کې کې د غړیو هیوادونو د دفاع د وزیرانو دغونډې نه وروسته وویل چې د امریکا متحده ایالاتو او ناټوموافقه کړې چې هغه عسکر به تر دې وروسته د اروپا په ختیځو هیوادونو کې په دایمي توګه ځای پر ځای شي چې تر دې وړاندې په بیلا بیلو هیوادونو کې په نوبت سره بدلیدل.

" د دفاع وزیرانو پریکړه کړې چې د ناټو د متحدینو په ختیځه برخه کې نظامي حضور دې پراخه شي. پدې کې به د بیلا بیلو هیوادونو عسکر برخه ولری. مونږ غواړو دا واضح کړو چې د ناټو په یو متحد برید په ټولو متحدینو برید دی او د برید ځواب د ناټو ټول متحدین ورکوي.

د ناټو د غړیو هیوادونو د دفاع د وزیرانو په دوه ورځنۍ غونډې کې د عسکرو په شمیر کومه پریکړه ونشوه خو په ناټو کې د امریکا د متحده ایالاتو استازي ډوګلاس لوټ وایي " د عسکرو د شمیر او د پلان ټول جزیات به په اروپا کې د ناټو د اعلا قوماندان جنرال فلیپ بریډ لف سره تر ملاقات وروسته نهایي شي."

د ناټو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط اې پي خبري اژانس ته ویلي دي چې " شاوخو د دریو زرو عسکرو په ځای پر ځای کیدو غور روان دی چې یوه لوا کیږی."

بل پلو په ناټو کې د روسیې استازي الکزاندر ګروشکو خبردرای ورکړی چې هیواد به یې د خپل سرحد سره نږدې د عسکرو د ځای پر ځای کیدو ته جدي ځواب ووایي. ګروشکو د روسیې یوه تلویزیون ته وویل " د اروپا په ختیځو هیوادونو کې د ناټو د عسکرو ځای پر ځای کیدل به د تخنیکي او پوځي عکس العمل نه پاتې نشي. "

د روسیې استازي زیاته کړه چې " روسیه د خپلو امنیتي ګټو په برخې کې معامله نکوي"

خو د ناټو عمومي منشي ینز سټول ټنبرګ وایي چې " د جمعې په ورځ به د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګې لاوروف سره د جرمني د مونیخ په ښار کې ګوري او پدې به ټینګار وکړي چې ناټو د مسکو سره د هیڅ دښمنۍ نیت نلري.

XS
SM
MD
LG