د لاس رسي وړ اتصالات

ناتو اروپا د مهاجرو د قاچاقي لارې د بدلیدو خبرداری ورکړ


تیر کال د آسیا او افریقا څخه څه دپاسه یو میلیون مهاجر اروپایي هیوادونو ته تللي دي.
تیر کال د آسیا او افریقا څخه څه دپاسه یو میلیون مهاجر اروپایي هیوادونو ته تللي دي.

د شمالي اتلانتیک سازمان عمومي منشي ویلي دي چې د اژه سمندرگي له لارې د ترکیې نه اروپا ته د مهاجرو په تگ کې د پام وړ کموالی راغلی دی، خو د هغه په وینا دا چې د انسان قاچاقبران په بېړه خپله قاچاقي لاره بدلوي حکومتونه باید خپل امنیتي تدابیر راکم نه کړي.

د ناتو عمومي منشي یینز شتولتنبرگ د پنجشنبې په ورځ په انقره کې د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاوش اوغلو سره په گډ خبري کنفرانس کې وویل چې په اروپا کې د مهاجرت کړکیچ د سوریې د بحران د سمدستي حل کیدو اړتیا په ډاگه کوي.

ترکیې او اروپایي اتحادیې اروپا د مهاجرینو او پناه غوښتونکو د سیلاب د مخنیوي په خاطر یوه موافقه لاس لیک کړی ده. د هغو کسانو څه دپاسه یو میلیون مهاجرو زیاته برخه چې اروپا ته رسیدلي هغه خلک وو چې په منځني ختیځ، افریقا او په ځانگړې توگه په سوریه، افغانستان، عراق او لیبیا کې له جگړو او فقر څخه تښتیدلي دي.

په اژه سمندرگي کې د ناتو ځواکونو شتون چې له ترکیې څخه د یونان جزیرو ته د پناه غوښتونکو د تگ عمده لار ده ددې سبب شوي چې د انساني قاچاق جریان په دغه لار کم او حتی په ټپه ودریږي.

ښاغلي شتولتنبرگ وویل چې د ناتو معلومات ښي چې ترکیې د قاچاقبرانو د د کاروبار د دړې وړې کولو لپاره اقدام کړی دی او د هغه په وینا د مختلفو نړیوالو سازمانونو شمېرې ښي چې د اژه سمندرگي له لارې د انسانانو قاچاق کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د ترکیې او ارپوایي اتحادیې د موافقې له مخې هغه شمیر پناه غوښتونکي چې په غیر قانوني توگه د اژه سمندرگي له لارې یونان ته داخلیږي، بیرته ترکیې ته استول کیږي.

خو د ناتو د عمومي منشي په وینا اوس له دغې لارې په قاچاقي توگه مهاجر سفر کوي. هغه خبرداری ورکړ چې که ناتو او شریکان یې په دغه لار کې خپلې هڅې کمې کړي، د انساني قاچاق کچه به بیا لوړه شي.

په دې ترڅ کې ملگرو ملتونو او د مهاجرت نړیوال سازمان یا IOM رپوټ ورکړی چې لږ تر لږه ٥٠٠ مهاجر چې تیره اونۍ له لیبیا نه ایټالیا ته قاچاق کیدل، د مدیترانې بحیرې په اوبو کې غرق شوي دي.

XS
SM
MD
LG